کابل (پژواک،١٣ مرغومى ٩٤): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د سوېلي اسيا د اتلولۍ جام سياليو کې د هند پر وړاندې مقابله کې په وروستۍ لوبه کې ماتې وخوړله او په دې سياليو کې يې دويم مقام ترلاسه کړ.
دغه لوبه چې نن ماښام د هندوستان د کرالاى ښار په تريوندروم سټيډيوم کې ترسره شوه، د هېواد ملي لوبغاړو ښه لوبه وکړه او زبير اميري په اويايمه دقيقه کې وکولى شول چې لومړى ګول ووهي، خو دوه دقيقې وروسته د هندوستان لوبډلي لوبغالي جي جي بريالى شو، چې پر افغانستان هم يو ګول ووهي، چې په دې سره لوبه مساوي شوه.
د همدې پايلې له امله جاپاني لوبڅار لوبه دېرش دقيقې نوره هم وغځوله او هندي لوبغاړي سونيل چهتري په ١٠١يمه دقيقه کې وکولى شول د خپلې لوبډلې لپاره دويم ګول ووهي.
دا سيالي له ځينو تلويزونونو څخه هم په ژوندۍ بڼه خپرېده.
تردې وړاندې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې درې ورځې وړاندې د دې سياليو د نيمه پايلوبې په څلورم دور کې د سريلانکا ملي لوبډلې ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه او له دې وړاندې يې د بنګله دېش پر وړاندې د څلور پر صفر، د بوتان پر وړاندې درې پر صفر او د مالديو پر وړاندې څلور پر يو ماتې ورکړې ده.
افغانستان په ٢٠١٣ کال کې هندوستان ته په ماتې ورکول سره وکولى شول د سوېلي اسيا د اتلولۍ جام ترلاسه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن