کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٤): د بيجينګ او لندن له اولمپيک لوبو څخه مډال راوړونکى روح الله نېکپا له هېواده بهر د يوه کال مودې په تېرولو سره يو ځل بيا هېواد ته راستون شوى او غواړي، د اولمپيک په ملي کمېټه کې اختلافونه رامنځته نه شي.
نېکپا په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې د بيجينګ په اولمپيک سياليو کې خپل افريقايي سيال ته په کلکو ګوزارونو ورکولو سره په پايله کې د ١٤ پر ٢ نومرو ترلاسه کولو سره د لوبو نايب اتل او د ژېړ زرو (برنز) مډال يې ترلاسه کړ.
دغه افغان تکواندوکار، همدارنګه په ٢٠١٢ کال کې په لندن کې له نړيوالو سياليو څخه هم افغانستان ته د برنزو مډال راوړ.
نوموړي په ١٣٩٣ لمريز کال کې د تکواندو فدراسيون چارواکو له تبعيض ډوله چلند څخه شکايت درلود او خپل هېواد يې د اعتراض په توګه پرېښى و، خو څرګنده نه وه چې موخه يې له "تبعيض ډوله چلند" څخه څه وه.
داسې اوازې وې، چې نېکپا د روزونکو له لوري د تمرين د نه ورکړې، د تکواندو فدراسيون د سرپرستۍ نه شتون چې د ورزش کوونکو پر روحيې او تمرين يې منفي اغېز کړى و، څو بشپړ چمتووالى ترلاسه کړي؛ د يادو ستونزو له امله خپل هېواد پرېښى و.
دغه رزمي لوبغاړي ګواښ کړى و، که چېرې د تکواندو په فدارسيون کې اوسنى وضعيت دوام ومومي، نو کېداى شي له دې وروسته هېڅکله هم په رسمي سياليو کې د لوبو ډګر ته رانه شي.
نوموړى چې په دې وروستيو کې هېواد ته راستون شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نور د اولمپيک په کمېټه کې دوه موازي رياستونه له منځه تللي، اوس نو محمد ظاهر اغبر د اولمپيک ملي کمېټې رييس دى او له دې امله هېواد ته راستون شوى دى.
هغه زياته کړه، اوسمهال د افغانستان د تکواندو وضعيت ښه دى او هيله ده، چې له دې وروسته دا ډول پېښې د اولمپيک په ملي کمېټه کې رامنځته نه شي.
نېکپا ټينګار وکړ، د يو شمېر ستونزو له امله چې د هېواد اولمپيک په ورزش اداره کې رامنځته شوې وې، نو د اعتراض په موخه يې د يوې مودې لپاره خپل هېواد پرېښود، خو دا چې اوس دغه ستونزه هواره شوې، خوشاله دى چې خپل هېواد ته يو ځل بيا راستون شوى دى.
د ياد لوبغاړي په وينا، غوښتل يې چې د ورزش د ښه والي لپاره د اولمپيک په ملي کمېټه او فدراسيون رياست کې بدلونونه رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې فهيم هاشمي او محمدظاهر اغبر د اولمپيک ملي کمېټې د موازي مشرانو په توګه دندې تر سره کولې او يو بل به يې پر فساد او د وړتيا پر نه درلودو تورونول.
د بُکس د فدارسيون مشر عبدالله شکيب ستاري وويل، چې پنځه مياشتې وړاندې، په اولمپيک کې ټولټال ٢٨ فدراسيونونو له دې امله چې هاشمي په خپلو سوداګريزو چارو بوخت و، باور هوتک د سرپرست په توګه وټاکه او هاشمي يې له واکه لرې کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن