کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٤): د بيجينګ او لندن له اولمپيک لوبو څخه مډال راوړونکى روح الله نېکپا له هېواده بهر د يوه کال مودې په تېرولو سره يو ځل بيا هېواد ته راستون شوى او غواړي، د اولمپيک په ملي کمېټه کې اختلافونه رامنځته نه شي.
نېکپا په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې د بيجينګ په اولمپيک سياليو کې خپل افريقايي سيال ته په کلکو ګوزارونو ورکولو سره په پايله کې د ١٤ پر ٢ نومرو ترلاسه کولو سره د لوبو نايب اتل او د ژېړ زرو (برنز) مډال يې ترلاسه کړ.
دغه افغان تکواندوکار، همدارنګه په ٢٠١٢ کال کې په لندن کې له نړيوالو سياليو څخه هم افغانستان ته د برنزو مډال راوړ.
نوموړي په ١٣٩٣ لمريز کال کې د تکواندو فدراسيون چارواکو له تبعيض ډوله چلند څخه شکايت درلود او خپل هېواد يې د اعتراض په توګه پرېښى و، خو څرګنده نه وه چې موخه يې له "تبعيض ډوله چلند" څخه څه وه.
داسې اوازې وې، چې نېکپا د روزونکو له لوري د تمرين د نه ورکړې، د تکواندو فدراسيون د سرپرستۍ نه شتون چې د ورزش کوونکو پر روحيې او تمرين يې منفي اغېز کړى و، څو بشپړ چمتووالى ترلاسه کړي؛ د يادو ستونزو له امله خپل هېواد پرېښى و.
دغه رزمي لوبغاړي ګواښ کړى و، که چېرې د تکواندو په فدارسيون کې اوسنى وضعيت دوام ومومي، نو کېداى شي له دې وروسته هېڅکله هم په رسمي سياليو کې د لوبو ډګر ته رانه شي.
نوموړى چې په دې وروستيو کې هېواد ته راستون شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نور د اولمپيک په کمېټه کې دوه موازي رياستونه له منځه تللي، اوس نو محمد ظاهر اغبر د اولمپيک ملي کمېټې رييس دى او له دې امله هېواد ته راستون شوى دى.
هغه زياته کړه، اوسمهال د افغانستان د تکواندو وضعيت ښه دى او هيله ده، چې له دې وروسته دا ډول پېښې د اولمپيک په ملي کمېټه کې رامنځته نه شي.
نېکپا ټينګار وکړ، د يو شمېر ستونزو له امله چې د هېواد اولمپيک په ورزش اداره کې رامنځته شوې وې، نو د اعتراض په موخه يې د يوې مودې لپاره خپل هېواد پرېښود، خو دا چې اوس دغه ستونزه هواره شوې، خوشاله دى چې خپل هېواد ته يو ځل بيا راستون شوى دى.
د ياد لوبغاړي په وينا، غوښتل يې چې د ورزش د ښه والي لپاره د اولمپيک په ملي کمېټه او فدراسيون رياست کې بدلونونه رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې فهيم هاشمي او محمدظاهر اغبر د اولمپيک ملي کمېټې د موازي مشرانو په توګه دندې تر سره کولې او يو بل به يې پر فساد او د وړتيا پر نه درلودو تورونول.
د بُکس د فدارسيون مشر عبدالله شکيب ستاري وويل، چې پنځه مياشتې وړاندې، په اولمپيک کې ټولټال ٢٨ فدراسيونونو له دې امله چې هاشمي په خپلو سوداګريزو چارو بوخت و، باور هوتک د سرپرست په توګه وټاکه او هاشمي يې له واکه لرې کړ.
هغه زياته کړه، له هغه وروسته د اولمپيک ملي کمېټې پخواني مشر محمد ظاهر اغبر، د وشو فدراسيون مشر سيد رحمن يورش ، او المپيک کمېټې درېم مرستيالې روبينا جلالي ځانونه د اولمپيک رياست ته نوماند کړل، په پايله کې اغبر د رايو په اکثريت سره د اولمپيک کمېټې رياست ترلاسه کړ.
ستاري زياته کړه، اغبر اوسمهال د افغانستان او هندوستان هېوادونو تر منځ د وروستيو فوټبال لوبو د مشر په توګه په ياد هېواد کې شپې او ورځې سبا کوي، چې په دې اړه به وينا هم وکړي.
نېکپا چې په خپل ځان کې د وطندوستۍ سخته جذبه لري، وويل چې هېواد ته يې بېرته راستنېدل په دې معنا دي، چې هېڅکله به هم نورو هېوادونو ته پناه نه وړي.
هغه لس کلن و، چې د محمد همايون رضايي تر نظر لاندې يې د تکواندو ورزش ته مخه کړه، د هغه کورنۍ او په ځانګړي ډول مشر ورور ډېر هڅاوه، څو غوره لوبې تر سره کړي.
ياد ملي تکواندوکار په موسکا سره وويل، له خدايه ډېر راضي دى چې نوموړى يې دغه مقام ته رسولى دى.
نېکپا په يوې شپږ کسيزې کورنۍ کې ژوند کوي او د کورنۍ نور غړي يې که څه هم له ورزش سره مينه لري، خو په دغه برخه کې يې ګامونه نه دي اخيستي.
نوموړي د يو شمېر کورنيو او بهرنيو سياليو او په مخ کې پرتو ستونزو له امله لوړې زده کړې نه دي کړې، خو له دولسم ټولګي فارغ شوى دى.
د نېکپا د خونې هره برخه په لسګونه مډالونو او کپونو ښايسته شوې، چې د خونې ښايست يې څو برابره لوړ کړى او دغه مډالونه څرګندوي چې هېوادوال په دا ډول خلکو وياړي.
نيکپا په ١٣٦٦ لمريز کال کې له هېواده بهر نړۍ ته سترګې غړولې او ويې ويل، دا چې غواړي يو اتل افغان پاتې شي، نو له دې امله يې د ياد هېواد له نوم اخيستو ډډه وکړه.
نوموړي په داسې حال کې چې خپل ساعت ته يې څو ځلې وکتل او کېداى شي کوم ځاى ته به روان و، وويل: "کومې سيالۍ چې په مخ کې لرم، د اولمپيک سهميه سيالۍ او د ٢٠١٦ زېږديز کال سيالۍ دې، څو له خيره سره يو ځل بيا د اولمپيک سياليو ته لاره پيدا کړم، يو ځل بيا د اولمپيک له سياليو مډال ترلاسه کړم او دا ځل د ګران افغانستان لپاره تر ټولو غوره مډال وي، غواړم د مډال رنګ په دوو نورو اولمپيکونو کې بدل کړم."
نوموړي، چې د ٢٠٠٨ او ٢٠١٢ کلونو له اولمپيک سياليو څخه ښې او غوره خاطرې درلودې، له يوې وړوکې او مهربانه موسکا سره څرګنده کړه، چې يو شمېر نړيوالې، اسياسي او اولمپيکي لوبې يې درلودې، چې له ټولو څخه يې غوره خاطرې لري، ځکه په رښتيا هم روزونکو کوم زيار چې ورسره ايستى و، له بهرنيو سياليو څخه يې هېواد ته وياړونه راوړل.
نېکپا ټينګار وکړ، چې د افغانستان په تاريخ کې د ورزش په برخه کې د اولمپيک مډال شتون نه درلود، په دې وياړي چې دغه مډال يې ګټلى او د هېواد په ورزشي تاريخ کې يې ثبت کړى دى.
نوموړي په ډېرې خوښۍ سره وويل، چې د اولمپيک د مډال ترلاسه کول اسانه کار هم نه دى، ډېر خوند لري، دا ډول بريا بيا د هر ورزش کار په سترګو کې د خوشالۍ اوښکې جاري کوي.
دغه لوبغاړي زياته کړه: "په دې پوهېږم چې د اولمپيک په سياليو کې له برياليتوب وروسته مې چې کله د خوشالۍ اوښکې تويې کړې، هېوادوالو مې هم د خوښۍ اوښکې تويې کړې، ځکه زما بريا زما ټولو هېوادوالو پورې اړونده ده."
نوموړى چې له يوه کال څخه د کمې مودې لپاره له هېواد بهر و، وويل چې په دغه موده کې کېداى شي ډېر ځوانان له هېواد څخه لوېديځو هېوادونو ته تښتېدلي وي او له ځوانانو غواړي، چې خپله وړتيا په کار واچوي او هېواد يواځې پرېنږدي، ځکه په هېواد کې چې کوم ژوند دى، په نورو هېوادونو کې ان احساس کېږي هم نه.
نېکپا څرګنده کړه: "په پرديو هېوادونو کې ژوند يعنې په ګاونډي کور کې ژوند کول دي، ځوانان دې په خپل هېواد کې پاتې شي او له خپلو ټولو وړتياوو څخه په ګټه، بايد زحمت وباسي، څو خپل هېواد يوه ښه ځاى ته ورسوي."
د ويلو ده، چې د اولمپيک ملي کمېتې يوه مسوول تېر کال ويلي و، چې نېکپا د هېواد په ورزشي بنسټ کې د يو لړ ستونزو له امله شکايت کاوه او په سپورټي بنسټونو کې يې د کلک سمون غوښتنه کوله.
د هغه په وينا، نېکپا تر اوسه پورې رسمي استعفا نه ده ورکړې، خو اوسمهال په نيوزيلنډ هېواد کې دى چې ښايي له دغه هېواد څخه يې د پناه غوښتنه کړې وي.
دوى ويل، که چېرې نېکپا له نيوزېلنډ څخه د پناه غوښتنه وکړي، نو د هغه دغه ګام پورته کول کولى شي چې د افغانستان ورزشي ټولنې حيثيت ته زيان واړوي. چارواکو له نېکپا غوښتي و، څو خپل هېواد ته راستون شي او خپل ورزشي فعاليتونو ته دوام ورکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










