کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د کرنې پراختيا او د اوبو کابو کول د افغان حکومت په لومړيتوبونو کې ځاى لري او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د اوبو د ٢١ بندونو د جوړولو کار پيل شي.
ولسمشر غني نن په کابل کې د کرنې د دودولو او پراختيا په څلورم ملي کنفرانس کې وويل، اوبه د کرنې لپاره يو مهم عنصر دى، خو په افغانستان کې ورته پاملرنه نه ده شوې.
غني زياته کړه: "زموږ ډېر پام زموږ د اوبو کابو کولو ته دى، زموږ د اوبو کنټرول د دې لامل کېږي چې له اوبو ډېره ګټه پورته کړو او د سېلابونو مخه ونيسو، زموږ د سيندونو سواحل لا تنظيم شوي نه دي او هرکال زرګونه هکټاره ځمکه د سېلابونو د راوتو له امله له لاسه ورکوو."
هغه وويل، افغانستان پخوا د بزګرانو تر منځ د اوبو د عادلانه وېش ښه سيسټم درلود او بزګرانو به له کارېزونو څخه ښه ګټه پورته کوله، خو نن بيا داسې نه ده او د کرنې وزارت مسوول دى، څو د بزګرانو تر منځ د اوبو د عادلانه وېش برخې ته پاملرنه وکړي.
خو نوموړي د جزئياتو له خپرولو پرته وويل، چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان د اوبو د کابو کولو لپاره د هېواد په کچه د ٢١ بندونو د رغولو کار پيل کړي.
نوموړي د اوبو د کابو کولو ترڅنګ وويل، افغانستان له کلونو راهيسې خپلې اوبه په وړيا ډول ورکوي.
د راپورونو پر بنسټ، هر کال ايران او پاکستان هېوادونو ته د افغانستان ميلياردونه متره مکعبه اوبه وړيا روانې دي.
ولسمشر غني وويل، د ځمکې د غصب مخنيوى د حکومت بل لومړيتوب دى.
هغه وويل: "ټولو واليانو ته مو لارښوونه کړې، څو د ځمکو د غصب مخنيوى وکړي او غصب شوې ځمکې بېرته د ملت په واک کې ورکړي."
هغه ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د خلکو ځمکې خوندي وي.
يو شمېر راپورونه څرګندوي، چې په وروستيو څو کلونو کې د غاصبينو له منګولو څخه زرګونه جريبه ځمکه ژغورل شوې، خو بيا هم له څلور ميليون جريبه څخه زياته ځمکه د غاصبينو په کنټرول کې ده.
د ولسمشر اشرف غني په وينا، له هغو ځمکو ګټه پورته کول چې تر اوسه ترې ګټه نه ده پورته شوې، د حکومت له نورو لومړيتوبونو څخه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن