اسعداباد_ښرنه(پژواک،٢ورى٩٥): د کونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې يو فرهنګي مرکز پرانيستل شو او پکتيکا ولايت کې د يو جامع جومات د جوړونې چارې پيل شوې.
دکونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د شاه محمود مياخېل په نامه فرهنګي او ټولنيز مرکز جـــوړ شو.
په دې مرکز کې په وړيا توګه د ځـــوانانو لپاره د زده کړې په موخه سيمينارونه، ورکشــاپونه او د جرګو مرکو کولو زمينه برابريږي.
د دې فرهنګي مرکز بنسټ ايښودونکي شاه محمود مياخېل وويل چې دغه مرکز يې په شخصي لګښت په دوه جريبه ځمکه کې رغولى دى.
هغه زياته کړه: (( دا يو تعليمي مرکز دى چې ځوانان له فيس پرته په کې زده کړې کولاى شي او قومي مشران کولاى شي د جرګو او مرکو لپاره ګټه ترې پورته کړي.))
ده وويل چې د دې مرکز تالار په يو وخت کې د درېيو سوو کسانو د ناستې وړتيا لري او ډير ژر به په کې کتابتون هم فعاله شي.
د خاص کونړ ولسوالۍ د قومي شورا مشر ملک طاووس خان وويل: (( زه له شامحمود نه مننه کوم ځکه پخوا موږ په دې ولسوالۍ کې داسې کوم ځاى نه درلود.))
د خاص کونړ ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر ميرسلام مجاور وويل چې ځينې وختونه يو شمېر نا دولتي موسسې غواړي د ځوانانو لپاره ځينې پروګرامونه جوړ کړي، خو د ځاى د نشتون له امله دغه چاره بيا نه ترسره کېږي.
ده وويل: (( د دې مرکز په جوړېدو سره نور موږ دغه مشکل نه لرو اوس به هر ډول پروګرامونه دلته جوړيږي.))
د کوزې پښتونخوا ليکوالې او ژورنالېستې حسينه ګل تنها ددې مرکز د پرانيستې پرمهال پژواک ته وويل: (( ددغه شان مرکزونو جوړېدل ډير مهم دي، ځکه دغه مرکز له ځانه سره کتابتون هم لري او موږ بايد کوښښ وکړو چې د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستل مروج کړو.))
دغه راز په دې غونډه کې د ملي تحريک ګوند مشر محمد اسماعيل يون وويل چې د دې مرکز له کتابتون سره به د سلګونه جلدو کتابونو مرسته وکړي.
د کونړ د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس جنت ګل فدا وويل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم پلان لري چې په ځينو ولسواليو کې کتابتونونه جوړ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن