منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کونړ کې يو فرهنګي مرکز پرانيستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

اسعداباد_ښرنه(پژواک،٢ورى٩٥): د کونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې يو فرهنګي مرکز پرانيستل شو او پکتيکا ولايت کې د يو جامع جومات د جوړونې چارې پيل شوې.

دکونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د شاه محمود مياخېل په نامه فرهنګي او ټولنيز مرکز جـــوړ شو.

په دې مرکز کې په وړيا توګه د ځـــوانانو لپاره د زده کړې په موخه سيمينارونه، ورکشــاپونه او د جرګو مرکو کولو زمينه برابريږي.

د دې فرهنګي مرکز بنسټ ايښودونکي شاه محمود مياخېل وويل چې دغه مرکز يې په شخصي لګښت په دوه جريبه ځمکه کې رغولى دى.

هغه زياته کړه: (( دا يو تعليمي مرکز دى چې ځوانان له فيس پرته په کې زده کړې کولاى شي او قومي مشران کولاى شي د جرګو او مرکو لپاره ګټه ترې پورته کړي.))

ده وويل چې د دې مرکز تالار په يو وخت کې د درېيو سوو کسانو د ناستې وړتيا لري او ډير ژر به په کې کتابتون هم فعاله شي.

د خاص کونړ ولسوالۍ د قومي شورا مشر ملک طاووس خان وويل: (( زه له شامحمود نه مننه کوم ځکه پخوا موږ په دې ولسوالۍ کې داسې کوم ځاى نه درلود.))

د خاص کونړ ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر ميرسلام مجاور وويل چې ځينې وختونه يو شمېر نا دولتي موسسې غواړي د ځوانانو لپاره ځينې پروګرامونه جوړ کړي، خو د ځاى د نشتون له امله دغه چاره بيا نه ترسره کېږي.

ده وويل: (( د دې مرکز په جوړېدو سره نور موږ دغه مشکل نه لرو اوس به هر ډول پروګرامونه دلته جوړيږي.))

د کوزې پښتونخوا ليکوالې او ژورنالېستې حسينه ګل تنها ددې مرکز د پرانيستې پرمهال پژواک ته وويل: (( ددغه شان مرکزونو جوړېدل ډير مهم دي، ځکه دغه مرکز له ځانه سره کتابتون هم لري او موږ بايد کوښښ وکړو چې د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستل مروج کړو.))

دغه راز په دې غونډه کې د ملي تحريک ګوند مشر محمد اسماعيل يون وويل چې د دې مرکز له کتابتون سره به د سلګونه جلدو کتابونو مرسته وکړي.

د کونړ د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس جنت ګل فدا وويل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم پلان لري چې په ځينو  ولسواليو کې کتابتونونه جوړ کړي.

ده وويل چې د ياد مرکز له کتابتون سره به هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتابونو مرسته وکړي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا ولايت په ارګون  ولسوالۍ کې د يو جامع جومات د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيکا ولايت د حج او اوقافو رييس قاضي ضبط الله پژواک ته وويل چې دغه جامع جومات په دوه جريبه ځمکه کې په اساسي ډول جوړيږي.

هغه وويل چې په دې جومات به د افغان دولت له ملي بوديجي څخه ٣٥٠ زره امريکايي ډالره ولګول شي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د دې جومات ډيره برخه د يو موټر بم د چاودنې له امله زيانمنه شوې وه.

ولسمشر محمد اشرف غني ياد ولايت ته د خپل سفر پرمهال ددغه جومات د بېرته جوړېدو ژمنه کړې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور