غزني ښار(پژواک،٩ورى٩٥): د غزني روغتيايي چارواکي وايي چې د تېرکال په پرتله په دې ولايت کې د نري رنځ پېښې ٢٠سلنه ډيرې شوې دي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفندي وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د نري رنځ پېښې ډيرې شوې دي.
هغه وويل چې ددې ناروغۍ په مخنيوي کې بايد خلک هم له حکومت سره پوره مرسته وکړي.
هغې زياته کړه: (( په دې لاره کې بايد له موږ سره خلک همکاري وکړي ترڅو په ګډه سره دغه بدمرغه ناروغۍ له منځه يوسوو.))
خو هغې ونه ويل چې خلک بايد څه ډول همکاري وکړي.
اسفندي وايي چې د غزني د لرو پرتو سيمو خلک د نري رنځ د درملنې په موخه نه شي کولى د غزني ښار ته راشي.
هغې وويل: (( موږ کوښښ کوو چې خلکو ته په سيمو کې يې د نري رنځ د ناروغۍ درملنې مرکزونه جوړ کړو.))
په غزني کې د نري رنځ روغتون مسوول، ډاکټر شفيق الله شفق وويل چې تېرکال په دې ولايت کې څه کم دوه سوه د نري رنځ پېښې ثبت شوې وې خو سږ کال دغه شمېره ٢٤٥ته رسېدلې ده.
شفق وايي: (( موږ په روغتون کې په وړيا ډول د دې ناروغۍ درملنه کوو، تېرکال موږ کمې پېښې ثبت کړې وې خو سږکال څه کم پنځوس پېښې زياتې شوې دي.))
ده وويل چې د غزني د لرو پرتو سيمو خلک د نري رنځ د درملنې په موخه دوى ته مراجعه نه کوي.
د يادو چارواکو د معلوماتو له مخې، هرکال په ټول هېواد کې نږدې ٦٠ زره کسان په نري رنځ اخته کيږي چې بيا د ١٦زرو په شاوخوا کې يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
login or register a new account.