ژبه

کندهار (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): په کندهار ښار کې وسله والو په يوه غلچکي بريد کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژلى او وروسته تښتېدلي دي.

دغه پېښه د نن (د وري ٢٤مه) له غرمې مخکې د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند د هديرو په ساحه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو موټرسايکل سپرو هغه مهال د ملي امنيت پر يوه کارکوونکي ډزې وکړې چې له خپل کور څخه دندې ته روان و.

هغه زياته کړه، د ملي امنيت دغه کارکوونکى لومړى ټپي و، خو روغتون ته په لار کې يې ساه ورکړه.

دى وايي، وسله وال بريد کوونکي تر پېښې وروسته تښتېدلي، خو پوليسو د موضوع اړوند پلټنې پيل کړې دي.

په کندهار کې د هدفي وژنو لړۍ له ډېره وخته روانه ده چې د امنيتي سرتېرو تر څنګ، دولتي چارواکي، قومي مشران، ديني عالمان او نور په نښه کېږي.

که څه هم د ملي امنيت رياست په دې وروستيو کې ډېر مهال د ورته بريدګرو د نيولو په اړه خبرپاڼې خپروي، خو لا هم په دغه ولايت کې د هدفي وژنو لړۍ درېدلې نه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع