دويم تعقيب- پلخمري (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د کندوز والي وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د بغلان په سرخ کوتل کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو ٧٨ کلابند سرتېري ژغورل شوي دي.
د بغلان والي عبدالستار بارز د چهار شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو نن سهار د طالبانو د کلابندۍ ماتولو په موخه په سرخ کوتل سيمه کې عمليات پيل کړل.
هغه زياته کړه په دغو عملياتو کې قوماندان مبارز له نږدې ٧٨ ملي او سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو سره له شپږو ورځو راهيسې د سرخ کوتل په تپه جرمن ها ساحه کې د طالبانو له خوا کلابند شوي وو چې وژغورل شول.
د نوموړي په خبره، په دغو عملياتو کې ١٣ طالبان وژل شوي او څلور نور طالبان ټپيان شوي دي.
د بغلان والي وايي چې په دغو عملياتو کې شپږ دولتي ځواکونه محاصره شوي وو او د (٠١٢) قطعې يو ملي پوليس چې د جرمن ها غونډۍ د تاريخي اثارو د ساتنې لپاره ګومارل شوى و، ژوبل شوى دى.
نوموړي وويل چې امنيتي ځواکونو له سرخ کوتل ساحې نه تاکتيکي شاتګ کړى اوډېر ژر به د سرخ کوتل او د بغلان د چشمه شير د نورو سيمو د بېرته نيولو عمليات پيل شي.
والي وويل چې طالبانو د خلکو په کورونو کې مورچې نيولې او ملکي وګړي يې ډال ګرځولي دي، په همدې سبب امنيتي ځواکونه په سم ډول مخې ته تګ نه شي کولى.
په ورته وخت کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط وويل چې د ملي پوليسو يو سرتېرى ژوبل شوى و او د تېښتې توان يې نه درلود چې د طالبانو له خوا يې سر پرې شو.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې د بغلان سرخ کوتل په بشپړ ډول طالبانو نيولى او ګڼو دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بغلان د سرخ کوتل په تپه جرمن ها کې د بندو سرتېرو کورنيو د کلابندو سرتېرو د ژغورنې په برخه کې د دولت په بې پروايۍ نيوکه کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن