کابل ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): ارګ وايي چې د افغان- هند د دوستۍ بند (سلما) به څو ساعته وروسته د افغان او هندي چارواکو په شتون کې پرانيستل شي.
سلما بند د هرات ښار ختيځ ته په ١٦٠ کيلومترۍ کې د چشت شريف په غرنۍ ولسوالۍ کې پروت دى چې هندوستان هېواد د ١٣٥٧ لمريز کال له کودتا وړاندې د محمد داوود ولسمشرۍ پر مهال د دغه بند د جوړولو ژمنه کړې وه، خو شوې کودتا او د جګړو پيل د دې پروژې د ځنډ او خنډ سبب شول.
د طالبانو د حکومت له را پرځېدو او د نوي حکومت له راتلو وروسته د دغه بند د رغولو لومړنۍ چارې په ١٣٨٥ کال کې پيل شوې او ټاکل شوې وه چې په شاوخوا څلورو کلونو کې به جوړ شي، خو د ودانيزې چارې يې څو ځلې د امنيتي او لوژسيتکي ستونزو په سبب وځنډېدې.
خو له شاوخوا څلورنيم کلن انتظار وروسته ټاکل شوې چې د افغان- هند دوستي (سلما) بند نن د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د لومړي وزير نريندرا مودي له لوري پرانيستل شي.
ارګ د سلما بند پرانيستنه د افغانستان لپاره يو نوى څپرکى بولي او وايي چې دغه بند به څو ساعته وروسته د افغان او هندي چارواکو په شتون کې ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.
ولسمشر محمد اشرف غنی د سلما بند (د افغان- هند دوستي بند) د پرانيستې په موخه تېره ورځ هرات ته رسېدلى دی.
ولسمشر غني پرون مازديګر د هرات ولايت ښځو او ځوانانو ته ويلي، د دې لپاره چې پر بهرنيو مرستو د افغانستان د تکيې اړتيا راکمه شي، اړينه ده چې زيات اقتصادي تحرک ولرو.
هغه څرګنده کړه چې د سلمابند (افغان – هند دوستي) پرانيستل يو له هغو پروګرامونو ګڼل کېږي چې دغه خوځښت رامنځته کوي.
د زياتو معلوماتو لپاره دا ځاى کېکاږئ.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن