کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): د ماليې وزارت وايي چې د ګمرک منسوبينو يې د کابل په حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې دوه تنه له نشه يي توکو سره نيولي دي.
د ياد وزارت له خوا د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا دوه کسان چې يو سړی او بل ښځه دي، غوښتل یې سعودي عربستان ته د عمرې حج ادا کولو په موخه سفر وکړي.
د سرچينې په وينا، د هوايي ډګر د ګمرک منسوبينو له لوري د پلټنې په پايله کې د نارینه له بکس څخه (۱۱۱۴) ګرامه نشه يي توکي او د ښځينه له بکس څخه د (۱۰۵۲) ګرامه نشه يي توکي (هيروين) کشف او ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې قضيه د لا زياتو څېړنو لپاره عدلي او قضايې ارګانونو ته سپارل شوې ، خو په دې خبرپاڼه کې ددغو کسانو د نيولو دقيقه نېټه نه ده معلومه .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن