پل علم (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٥): د لوګر چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس وژلى خو طالبان بيا دغه ادعا ردوي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د غبرګولي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ د پراختيايي شورا رئيس حاجي نعيم پر ډزو وژلى دى.
هغه زياته کړه: ((حاجي نعيم د تراويح لمانځه ته روان و چې د جومات په مخکې طالبانو پرې دزې کړې دي او هغه يې وژلى دى.))
صالح وايي چې د حاجي نعيم د وژنې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو زياتوي: ((طالبان په دغه شان وژنو سره د خلکو په زړونو کې وېره اچوي او غواړي چې سيمې نا امنه کړي.))
د اړوندې موضوع په اړه د څرخ ولسوالۍ د شش کلا سيمې اوسېدونکي مبارک شاه هم پژواک ته وويل چې تيره شپه شاوخوا ٩ بجې د دې ولسوالۍ د پراختيايي شورا رئيس وژل شوى دى.
هغه وويل: ((تر اوسه معلومه نه ده چې حاجي نعيم چا وژلى خو هغه له چا سره دښمنې نه لرله او تل د خلکو په خدمت کې وو.))
بل لور ته وسله وال طالبان بيا د دوې له لوري د حاجي نعيم وژل کيدل په کلکه ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل: ((موږ هم خبر شوو چې د حاجي نعيم په نوم يو کس وژل شوى خو دغه کس طالبانو نه دى وژلى.))
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مرستيال د نا معلومو کسانو له خوا وژل شوى و.
څرخ او بره کي برک د لوګر د نا امنو ولسواليو څخه دي چې ډيرى سيمې يې دا مهاله له وسله والو طالبانو سره دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن