ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د ولايتي شورا يو غړى  څارنوالۍ ته  معرفي شو

د پکتيا د ولايتي شورا يو غړى څارنوالۍ ته معرفي شو

author avatar
2 Jul 2016 - 13:30
د پکتيا د ولايتي شورا يو غړى  څارنوالۍ ته  معرفي شو
author avatar
2 Jul 2016 - 13:30

ګردېز(پژواک،١٢چنګاښ٩٥):د پکتيا د امنيې قوماندانې له لوري د دې ولايت د ولايتي شورا غړى سردارخان ملنګ زوی څارنوالۍ ته ور وپيژندل شو.

ملنګ زوى يوه اوونۍ وړاندې په ګردېز ښار کې د تالاشۍ پرمهال له پوليسو سره فزيکي شخړه کړې وه او يو پوليس يې ټپي کړى وو.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د چنګاښ په١٢مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې سردارخان ملنګ زوی يوه اوونۍ وړاندې په مرکز ګردېز کې د لومړۍ حوزې له پوليسو سره په دې شخړه کړې وه، چې د نوموړي ساتوونکي ته بايد پرته له تالاشۍ د ننوتلو اجازه ورکړل شي.

ځدراڼ وويل،د مخنيوي په صورت کې د ولايتي شورا دې غړي پوليس وهلي وو، چې په ترڅ کې يې د يوه پوليس پوزه هم ماته شوې وه.

د ځدراڼ په وينا، د څېړنو او پلټنو په ترڅ کې ورته معلومه شوه، چې ملنګ زوی له قانون څخه سرغړونه کړې او په پايله کې نوموړی څارنوالي ته معرفي کړ.

هغه زياته کړه: (( وروسته له لومړينو معلوماتو څخه دا معلومه شوه، چې سردار خان زور زياتی کړی، هرڅوک چې د هرچا په مقابل کې زور او ظلم کوي، موږه يې مخنيوی کوو او د قانون منګولو ته به يې سپارو.))

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل وويل چې د قانون د پلي کېدو په موخه دا لومړى ځل دى چې يو وکيل څارنوالۍ ته ورپېژندل کيږي.

هغه زياته کړه چې که هرچا له دې وروسته د امنيتي سرتېرو پر وړاندې غير قانوني کړنه تر سره کړه مخنيوی به يې وشي.

اتل وويل چې اړوند ارګانونه به دغه قضيه په جدي توګه څېړي او هيڅ ډول سياسي معامله به په کې نه کيږي.

ده وويل: (( موږه ډاډ ورکوو چې دا موضوع به د سياسي معاملې او جوړ جاړي ښکار نه کېږي، په دې کې ولايت او لويه څارنوالي ډېره جدي ده دا به د نورو کسانو لپاره هم يو عبرت وي، چې د غير  قانوني کړنو مخه ونيول شي.))

خو د پکتيا د ولايتي شورا غړي سردارمحمد ملنګ زوى د ده په اړه د قوماندانۍ د نن ورځې پرېکړه غير قانوني بولي.

هغه پژواک ته وويل چې پوليسو خپلمنځي شخړه کړې وه او دى د ستونزې د حل په موخه  حوزې ته ورغلی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.