ژبه

د کندهار په خاکرېز کې ٢٥ وسله وال وژل شوي

کندهار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ٩٥): چارواکي او امنیتي مسوولین وايي چې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د دريو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٢٥ وسله وال وژل شوي، پنځه ټپيان شوي او ١٢ نور ژوندي نيول شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د چنګاښ په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه عمليات د پوليسو د ځانګړو ځواکونو له خوا تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ په باغکه، کارېزک او بهرام خېلو کلو کې شوي دي.

هغه زياته کړه، د عملياتو پر مهال ٢٥ وسله وژل شوي، ٥ ټپيان شوي او ١٢ نور ژوندي نيول شوي دي.

د ده په خبره، په وژل شوو کې د وسله والو مخالفينو درې سيمه ييز قوماندانان زبير، ملا مبارکشاه او بل تن چې تر دې مهاله يې لا هويت په ډاګه شوى نه دى، شامل دي.

خپلواک دا هم وويل چې له وسله والو وسلې او مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانى هم وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٥ وسله وال وژل شوي او د هغوى يو شمېر پټنځايونه له منځه وړل شوي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، عمليات په دقيقه توګه ترسره شوي چې پوليسو او ملکي وګړو ته په کې هيڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې له ميوند وروسته دا د کندهار دويمه ولسوالي ده چې په عملياتو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

تېره اوونۍ د ميوند په بند تېمور سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٣٠ وسله وال وژل شوي وو او ٢٠ نور ټپيان شوي وو.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دوې ورځې وړاندې په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې وسله والو مخالفينو په دې ولايت کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى.

د ده په وينا، د تېر کال په پرتله په کندهار کې د وسله والو بريدونه ډېر شوي، په هر دوولسو ساعتونو کې امنيتي ځواکونه يا عمليات کوي او يا د وسلو والو له بريدونو سره مخامخ دي.

login or register a new account.