لښکرګاه (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۵): هلمند کې د برېښنا ریاست چارواکي وايي چې يوه نيمه مياشت وروسته به د کجکي برېښنا بند درېيم توربين هم فعال شي خو په دې موده کې به اوسني دوه نور غیر فعاله وي.
د دغه ولایت د برېښنا ریيس نصرالله قانع د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه اونۍ وروسته به د کجکي برېښنا بند د دوو فعالو توربينونو برېښنا پر کندهار او لښکرګاه ښارونو بنده شي.
هغه وويل: ((د درېيم توربين کار نږدې ٧٥ سلنه بشپړ شوى او ٤٥ ورځې وروسته به فعاليت پيل کړي خو په دې موده کې به د اوسنیو دوو نورو توربيونو فعاليت ځکه بند وي چې نوي توربين ته اوبه پورته کوو.))
هغه وايي چې د درېيم توربين په فعاليدو سره به د کجکي برېښنا بند د برېښنا د توليد ظرفيت له ٣٥ ميګا واټو څخه ٥١ ميګاواټو ته لوړ شي.
ده زياته کړه چې د دې ٤٥ ورځو په موده کې به ځيني سيمو ته د ډېزلي جنراتورونو برېښنا ورکړل شي خو پرچاوي به ولري.
ده زياته کړه: ((پرچاوي به وي خو هر کور ته موږ شل ساعته برېښنا ورکوو.))
هغه دا هم وويل چې له کجکي څخه لښکرګاه او کندهار ښارونو ته د پايو او مزو غځولو پروژې هم د بشپړېدو په حال کې دي.
د قانع د معلوماتو له مخې، د روانې مياشتې په اوږدو کې به د درې ميګاواټه لمريزي برېښنا د جوړېدو چارې هم پيل شي چې په شپږو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
د لښکرګاه يو شمېر اوسېدونکي د کجکي برېښنا بند د درېيم توربين فعالېدو ته خوښ دي.
د لښکرګاه په بازار کې ولډنکار جمعه خان پژواک ته وويل چې ډېرى وخت د برېښنا له نشتوالي سره مخ وي.
ده زياته کړه: ((برېښنا نه وي نو مجبور يو چې کار قيمته وکړو نو ځکه ډېر مشتريان نه لرو خو که دا درېيم توربين فعال شي نو کاروبار به مو ډېر ښه شي.))
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي محمد صادق هم د کجکي برېښنا بند د درېيم توربين فعالېدو ته خوښ دى او وايي چې د دغه توربين په فعالېدو سره به د برېښنا به برخه کې ستونزې کمې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن