ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان زېږديز کال د بېلابېلو بريدونو له امله کابل کې زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

روان زېږديز کال د بېلابېلو بريدونو له امله کابل کې زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Jul 2016 - 19:50
روان زېږديز کال د بېلابېلو بريدونو له امله کابل کې زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Jul 2016 - 19:50

 کابل  (پژواک،٣ زمرى ٩٥): تېرو اوو مياشتو کې په ١٧ وسله والو، ځانمرګو او د ماين چاودنو بريدونو کې کابل کې ٢٦٢ کسان وژل شوي او ٧٩٩ نور ټپيان شوي، چې تر ټولو خونړى بريد يې پرون د کابل ښار د دهمزنګ چوک د لاريون کوونکو منځ کې بريد و.

د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې ډيرى دا بريدونه د طالبانو له لوري تر سره شوي دي، د تېرې ورځې بريد مسووليت د داعش ډلې پر غاړه واخيسته او د څو نورو بريدونو مسووليت هېڅ ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادو پېښو له جملې څخه ١١ يې ځانمرګي بريدونه وو.

 دا شمېرې ښيي چې د يادو ١٧ بريدونو ٩٦ سلنه قربانيان ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي دي.

د يادونې ده چې ٧٠ سلنه مرګ ژوبله په درېيو سترو بريدونو کې رامنځ ته شوې ده.

وروستي بريدونه چې تېره ورځ د جنبش روشنايي لاريون کوونکو غونډه کې رامنځ ته شول  د چارواکو په وينا، د دوو ځانمرګو له لوري وشول چې په ترڅ کې يې ٨١ کسان ووژل شول او ٢٣١ نور ټپيان شول.

 د دهمزنګ له پروني بريد څخه وړاندې، تېرو اوو مياشتو کې د ١٧ بريدونو له ډلې څخه کابل کې د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې په رياست خونړى بريد و، چې د غويي په لومړۍ نېټه ترسره شو چې په ترڅ کې يې ٦٤ کسان ووژل شول او ٣٤٧ نور ټپيان شول.

همداراز د چنګاښ لسمه د کابل کمپنۍ سيمه کې د ميدان وردګو پوليسو له اکاډمۍ څخه د فارغ شوو منسوبينو پر کاروان بريد کې ٣٧ کسان ووژل شول او ٤٠ نور ټپيان شول.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.