ښرنه (پژواک،٣زمرى٩٥): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه په يوسف خېلو ولسوالۍ کې يو قومي مشر پر ډزو وژلى دى.
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود د زمري په درېيمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د يوسف خېلو ولسوالۍ د مشخېلو د کلي قومي مشر حاجي ظفر پر ډزو وژلى دى.
ده زياته کړه، وسله وال طالبان په دغه شان وژنو سره غواړي د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي.
د مشخېلو د کلي اوسېدونکي شربت خان پژواک ته وويل، حاجي ظفر له کلونو راهيسې قومي مشر و او په دولت کې يې دنده نه درلوده، خو طالبانو دولت سره د همکارۍ په تور د خپل کور په مخکې پر ډزو وژلى دى.
د دې قومي مشر د کورنۍ يوه غړي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل، ظفر د يوسف خېلو د قومي شورا غړى هم و چې د خلکو ستونزې به يې د جرګو او مرکو له لارې هوارولې، خو طالبانو بېګاه وواژه.
د پکتيکا د اوسېدونکو په وينا، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي او دولت يې بايد د مخنيوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن