کابل (پژواک ٨ تله ٩٥): د افغان حکومت اجرايي رييس وايي چې د سولې په اړه په هېواد کې ملي اجماع شتون لري او د دولت نور وسله وال مخالفين له حزب اسلامي سره له سولې په زده کړې له يادې پروسې سره يو ځاى شي.
عبدالله عبدالله چې نن په ارګ کې د ولسمشر محمداشرف غنى او ګلبدين حکمتيار له لوري د سولې هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې خبرې کولې، له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک لاسليک يوه لويه او تاريخي لاسته راوړنه وبلله.
ډاکټر عبدالله زياته کړه چې سوله د افغانانو پخوانۍ غوښتنه ده او د دولت نورو وسله والو ډلو ته يې په خطاب کې وويل: "پر نورو وسله والو ډلو هم غږ کوو چې له حزب اسلامي څخه په زده کړې د سولې له لړۍ سره يوځاى شي او د خلکو غوښتنې ته لبيک ووايي، ځکه له سولې سره يوځاى کېدل په هېواد کې د وينې له توييدو مخنيوى کوي."
د حکومت اجرايي رييس، سوله يوه اسلامي، ملي او انساني لړۍ وبلله او ويې ويل، چې د خلکو پر وړاندې جګړه کول؛ له تاريخي بدنامۍ پرته بله پايله نه لري.
نوموړي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نننۍ ناستې ته په اشارې سره وويل: "په نننۍ غونډه کې د جهادي مشرانو، د هېواد سترو شخصيتونو ګډون ښيي، چې د سولې په اړه د خلکو تر منځ اجماع شتون لري او سوله د خلکو غوښتنه ده او د خلکو، پوهانو، سياسي او جهادي مشرانو، مدني ټولنې اراده او هوډ له پيله متين او ټينګ و او د سولې له هر ګام يې هرکلى کړى او کويي يې."
هغه وويل: "هرګام چې زموږ په واک کې وي، د سولې په برخه کې يې پورته کوو، له همدې ګړۍ له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک د تنفيذ وړ ده او په عملي کېدو کې به يې همکاره يو او دا ګام به وروستى ګام نه وي."
د حکومت اجرايي رييس د بيان ازادي د افغانانو له لاسته راوړنو وبلله او زياته يې کړه، چې د بيان ازادي د خلکو د قربانۍ په پايله کې لاسته راغلې او د خلکو کومه ازادي به هيڅکله هم د معاملې وړ نه وي او نه ده او د حکومت چارواکي هيڅکله هم ځان ته اجازه نه ورکوي چې په دې اړه کومه معامله وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن