جلال اباد (پژواک، ۳۰ تله ۹۵): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په پچيراګام ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پرمهال د داعش ۵۴ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي د تلې په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د دغې ولسوالۍ په اديخېلو سيمه کې د دوو بېلابېلو هوايي بريدونو په ترڅ کې ۵۴ داعش وسله وال وژل شوي دي،چې په لومړي بريد کې ۴۵ او دويم بريد کې ۹ داعش وسله وال ووژل شول .
هغه زياته کړه چې تېره ورځ سهار شاوخوا څلور نيمې بجې ګڼ شمېر داعش وسله والو د يادې ولسوالۍ په پاس پچير سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو او ولسونو باندې بريدونه پيل کړل چې په ترڅ کې يې نښته رامنځته شوه.
دی وايي چې د دغه نښتې له امله ۲۲ داعش او څلور وسله وال طالبان په مخامخ جګړه کې ووژل شول .
د خوږياڼي په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، د يادې نښتې له امله ۴ ولسي وګړي هم وژل شوي او له ۲۷ زيات نور ټپيان دي او شاوخوا ۱۷ کورونه په پاس پچير سيمه کې د داعش وسله والو له لوري سوځول شوي دي.
په ياده سيمه کې اوس هم جګړه جريان لري او اټکل کيږي،چې د ملکي وګړو او داعش وسله والو په مرګ ژوبله کې به زياتوالی را شي.
وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن