اسعد اباد (پژواک، ٩ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ٩ وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د لړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا هوايي بريدونه پر دانګام او غازي اباد ولسواليو ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د غازي اباد ولسوالۍ پر هيل ګل سيمه بريد کړی چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
دغه راز نوموړي وويل چې پر دانګام ولسوالۍ هم د هوايي بريد په ترڅ کې څلور وسله وژل شوي او د هغوى ٧٥ ملي متري توپ او يوه دهشکه له منځه وړل شوي دي.
بخلوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دانګام ولسوالۍ کې بمبار مني ، خو وايي چې د دوی ملګرو ته په کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادونې ده چې له تېرې ېوې اوونۍ راهسې د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو دا درېيم بريد دى چې وسله والو مخالفينو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوړي.
امريکا ويلي چې تېره اوونۍ په لومړي بريد کې د افغانستان لپاره د القاعدې شبکې مشر له خپلو دوو قوماندانانو سره وژل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن