سرپل (پژواک، ١٢ لړم ٩٥): ځينې سرچينې وايي چې سيمه ييزو پوليسو د سرپل په صياد ولسوالۍ کې لسګونه کلي خوشي کړي او ياد کلي وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د طالبانو له لوري د صياد ولسوالۍ په غربي سيمو کې د يادو کلو نيولو، د ولايت والي، امنيې قوماندانۍ او د امنيت مشر اړ کړي چې يادې ولسوالۍ ته سفر وکړي.
د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان محمد پهلوان، پرون د صياد ولسوالۍ مرکز کې له يادو چارواکو سره په ناسته کې وويل چې د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان رييس مومن له وژلو وروسته د سيمه ييزو پوليسو روحيې زيان ليدلى او دغه کار د دې لامل شو چې له نښتې پرته اتيا کلي پرېږدي او ټول کلي د طالبانو لاس ته ورشي.
رييس مومن چې د چارواکو په خبره د ٣٠٠ سيمه ييزو پوليسو مشري يې کوله، د لړم په اوومه نېټه د صياد په ميرزاولنګ سيمه کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې ووژل شو.
خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط، د محمد پهلوان خبرې رد کړې او ويې ويل چې سيمه ييزو پوليسو ٢٤ کلي د ولسوالۍ په لوېديځو سيمو کې له نښتې پرته پرېيښې دي.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت چې په صياد ولسوالۍ کې يې د مخورو او سيمه ييزو پوليسو له قوماندانانو سره خبرې کولې، د يادو کلو د شمېر په اړه يې څه ونه ويل، خو د سيمه ييزو پوليسو له لوري يې د څو کلو پر پرېښودو سخته نيوکه وکړه.
نوموړي سيمه ييزو پوليسو ته په خطاب کې وويل: ((دولت تاسې ته پيسې، د رينجر امکانات، وسلې او مهمات درکوي، خو تاسې له څه مرګ ژوبلې پرته شا تګ کوى او خپل کلي پرېږدئ، ډېر د شرم ځاى دى.))
هغه زياته کړه چې د لړم په ١٢مه نېټه د خلکو په همکارۍ د يادو کلو د بېرته نيولو لپاره هوايي او ځمکني عمليات پيلېږي، خلک بايد له امنيتي ځواکونو ملاتړ او همکاري وکړي.
په مشرانو جرګه کې د سرپل د خلکو استازي محمد عظيم قوياش هم له نښتې پرته د صياد د ځينو سيمو د له لاسه وتلو په اړه اندېښنه وښوده او له خلکو يې وغوښتل چې وسله والو مخالفينو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو د ملاتړ وکړي.
وسله والو طالبانو هم ويلي چې په صياد ولسوالۍ کې يې ګڼې سيمې نيولې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن