کابل (پژواک ۱۷ لړم ۹۵): د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند په کارته چهار سيمه کې چاودنه شوې ده.
د پېښې عيني شاهدان وايي، دغه چاودنه د پوليسو په رينجر موټر کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله نن له غرمې وروسته په څه باندې څلورو بجو د لوړو زده کړو وزارت ته مخامخ شوې ده.
سرچينه زياتوي، ياد شوى موټر يو څه زيانمن شوى او يو تن ټپي شوى دى.
عيني شاهد سوسن سمسور بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې پېښې په ځاى کې يې يو وژل شوى او بل ټپي تن ليدلى دى.
خو امنيتي مسوولينو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبان د ياد بريد مسووليت منلی اود يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي چې د کابل ښار درېيمې حوزې اړوند څلورمه کارتې په سيمه کې د پوليسو په رينجر کې ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله يې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن