ژبه

په باميان کې د کچالو حاصلات لږ او بيه يې دوه برابره شوې ده

باميان (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): د باميانو کچالو حاصلات سږ کال ٣٠٠ ټنو ته رسېږي چې تېر کال په پرتله ١٠ سلنه کمښت ښيي.

باميان هغه ولايت دى چې ٩٠ سلنه وګړي يې کرنه او مالدارۍ باندې بوخت دي او په دغه ولايت کې کچالو د کرنې اصلي محصولات دي.

په باميانو کې د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ د باميانو د کچالوو حاصلات ٣٠٠ زرو ټنو ته رسېدلي دي چې د تېر کال په نسبت ١٠ سلنه کموالى ښيي، خو بيه يې شاوخوا دوه برابره لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال يو من کچالو ٩٠ افغانۍ پلورل کېږي؛ خو تېر کال يو من کچالو ٥٠ افغانۍ خرڅېدل.

د باميانو د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالوهاب محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د کچالانو حاصلاتو کمښت لامل، تېر کال د نرخ ټيټوالى و، نو ځکه بزګرانو روان کال د کچالانو زيات کښت ته زړه ښه نه کړ.

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې په باميانو کې ١٠ ډوله کچالو کرل کېږي، د افغانستان د نيمې برخې د کچالو اړتيا پوره کوي او سږ کال کروندګرو ته د کچالو زېرمه کولو لپاره ٧٠٠ زېرمې جوړې شوې دي چې هره زېرمه له ٢٥ تر ٣٠ ټنو کچالو ساتلو وړتيا لري.

محمدي زياته کړه: "موږ د باميانو لس سلنې کچالو ساتلو لپاره زېرمې لرو او د باميانو ٩٠ سلنه کچالو لا هم نه زېرمه کېږي او له يخ وهلو او خرابېدو سره مخ دي او که د باميانو له کچالو څخه سم مديريت او په مسلکي توګه ساتنه وشي، د نورو هېوادونو کچالو ته اړتيا نشته او دا کچالو د کال لپاره د افغانستان اړتياوې پوره کولى شي."

باميانو ولايت کرنې او مالدارۍ رييس وړاندې وويل چې د کچالو پلورلو لپاره مارکېټ، د اصلاح شوو تخمونو نه شتون او کروندګرو ته د پور نه ورکول د بزګرانو تر ټولو سترې ستونزې دي، که د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو له لوري د کچالو ساتلو لپاره ځانګړى حمايتي او د ساتنې پلان رامنځته شي، د کچالو کروندګرو ته به زياته ګټه ولري.

د باميانو يو کروندګر محمدعلي وويل چې سږ کال يې شاوخوا ١٠ ټنه کچالو ترلاسه کړي دي؛ خو له نرخ څخه يې خوښ نه دى.

نوموړي زياته کړه: "د کچالو کښت زيات لګښت لري، د کچالو کښت او حاصل اخيستلو پر مهال بايد کارګران وګومارو او هغوى ته پيسې ورکړو او بايد درې ځله کچالو ته کيمياوي سره ورکړو چې د کيمياوي سرې نرخ لوړ دى او لګښت زياتېږي که دولت له کروندګرو سره مرسته وکړي، لومړى بايد اصلاح شوى تخم کروندګرو باندې ووېشل شي او بل دا چې کروندګرو ته بايد کيمياوي سره ورکړل شي."

د کچالو يوه سوداګر نسيم حيدري وويل: "د باميانو کچالو پر يو مهال حاصل کوي او کروندګر يې په يو ځل پلوري چې دغه کار لامل کېږي د کچالو نرخ يو څخه وروسته بدلون ومومي، موږ سږ کال يو من کچالو ته ١١٠ افغانۍ نرخ ټاکلى و؛ خو کله چې کچالو زيات شول، بيې راټيټې شوې او موږ يې زيانمن کړو."

هغه زياته کړه، که باميانو کچالو ته کافي زېرمې شتون ولري، نرخونه به يې ثابت پاتې شي په دې وخت کې به نه بزگر او نه سوداګر زيانمن شي.

login or register a new account.

ورته موضوع