کابل(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): ملي دفاع وزارت وايي، نن مازيګر مهال د ملي اردو يوه چورلکه د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سيمه کې لوېدلې او د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان په کې وژل شوى دى.
د دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله نن شاوخوا څلور نيمى بجې غورځېدلې ده.
ده وويل چې په دې چورلکه کې ځينې نور ولايتي چارواکي هم و، خو يواځې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان جنرال محې الدين غوري په کې وژل شوى او نور ټپيان دي.
هغه وويل چې په دې اړه به نور جزييات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن