ژبه

د کندهار هوايي ډګر د پنځو ښځينه کارکوونکو وژونکې ډله ونیول شوه

کندهار (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٥): په کندهار کې پولیسو هغه ډله نیولې چې تېره اوونۍ یې د کندهار هوايي ډګر پنځه تنه ښځینه کارکوونکې او د هغوی موټر چلوونکی وژلي وو.

په دې تور له نیول شوو څلور تنو څخه درې تنه یې د مرغومي په ١٢مه، په امنیه قومانداني کې خبریالانو ته وښودل شول چې په خپلو جرمونو يې اعتراف وکړ.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي په دې اړه وویل، پولیسو د یادې شوې پېښې په تړاو څلور تنه (هدایت الله مشهور په پهلوان، تاج محمد، جمعه خان او ګل احمد مشهور په کوچني طالب) نیولي دي.

هغه زیاته کړه، د پيښې یو بل مجرم سردار ولي تښتېدلی، خو پولیس یې د نیولو هڅه کوي.

دی وايي، دغه کسان د امنیې قوماندانۍ د کشفي ارګانونو او د څلورمې امنیتي حوزې د پولیسو له خوا د کندهار ښار په بېلابېلو ساحو کې نیول شوي دي.

د اطرافي په خبره، دغو کسانو د مبارک شاه په نوم د وسله والو د یوه قوماندان لپاره کار کاوه او په ښار کې یې غلچکي بریدونه تر سره کول.

ده وویل، نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او منلې یې ده چې د کندهار هوايي ډګر پنځه تنه کارکوونکې او د هغوی موټر چلوونکی یې وژلي دي.

د نیول شوو کسانو له ډلې هدایت الله چې په پهلوان مشهور دی پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې پیښې پلان د مبارک شاه په نوم د وسله والو د قوماندان له خوا جوړ شوی و او د دې کار لپاره یې تاج محمد چې د څلورمې ناحیې د یوه جومات امام دی ګومارلی و، چې اوس ټپی دی.

د ده په خبره، تاج محمد د پولیسو له خوا د نیول کېدو پر مهال په پښه لګېدلی او ټپي شوی دی.

دی وايي، سردارولي، جمعه ګل او ګل احمد چې په کوچني طالب مشهور دی له تاج محمد څخه یې په جومات کې درس وايه .

ده وویل: ((په هغه ورځ ما او کوچني طالب پیره کوله، تاج محمد، سردار ولي او جمعه خان چې یو کلاشينکوف او دوه تومانچې ورسره وې، پر موټر ډزې وکړې، پنځه ښځې او یو موټر چلوونکی یې ځای پرځای ووژل.))

دی وايي، د دې کار په بدل کې یې ورته  پنځه زره افغانۍ منلې وې چې تر اوسه ورکړل شوې نه دي.

login or register a new account.

ورته موضوع