Language

د کندهار پيښه کې ۱۱ تنه وژل شوي، د والي او اماراتو د سفیر په ګډون ۱۴ تنه ټپيان دي

دویم تعقيب - کندهار ښار (پژواک ٢١ مرغومى ٩٥): د کندهار چارواکي وايي، د ولايت مقام کې د چاودنې له امله ۱۱ تنه وژل شوي،د والي  او د اماراتو دسفیر په ګډون۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک، د مرغومي په ۲۱مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ترماښام وروسته په شاوخوا ٧ بجو د ولايت مقام په مېلمستون کې چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، د چاودنې نوعيت نه دى معلوم، خو په دې پيښه کې پنځه تنه وژل شوي او ۷ ټپیان شوي .

خپلواک وویل، چې په ټپيانو کې والي همايون عزیزي او د اماراتوسفیر جمعه الکعبي هم شامل دي.

خو یوې بلې  سرچینې پژواک ته وویل، چې په دې پيښه کې د یو شمیر چارواکواو سوداګرو په ګډون۱۲ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

سرچینه وایي، چې په ټپیانو کې د والي ددفتر رییس ، د سوداګرۍ خونې مرستیال صدیق مومند، د کندهار ملي سوداګر هاشم کرزی او یو شمیر نور سوداګر او چارواکي شامل دي.

ویل کیږي، چې د کندهار د بهرنیو چارو رییس سعید احمد هم وژل شوی او د ولایت مرستیال عبدالعلي شمسي نادرکه دی.

سرچینه وایي، چې ډیری مړي سوځیدلي او له پیژندلو وتلي دي.

په کندهار کې د ميرويس روغتون يوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط بيا پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه دوى ته د کندهار د والي همایون عزيزي او متحده عربي اماراتو د سفير په ګډون ١٢ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، د ټپيانو درملنه روانه ده او حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.

د يادونې وړ ده، چې د متحده عربي اماراتو سفیر جمعة الکعبي، نن کندهار ته سفر کړى و او هلته يې د يوه دارالايتام د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودله.

login or register a new account.

Related Topics