کابل (پژواک،٢٧ مرغومى ٩٥):د پاکستان د پوځ مشر ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې د وروستيو ترهګريزو بريدونو غندنه کړې او د ترهګرۍ پر ضد يې پر ګډې همکارۍ ټينګار کړى دى.
تېره اوونۍ په کابل، کندهار او هلمند ولايتونو کې د امنيتي پېښو او ځانمرګو بريدونو پر مهال د متحده عربي اماراتو د پنځو دپلوماټانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې په کې د ولسي جرګې ددارالانشاء مامورين او د کندهار چارواکي هم شامل وو.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه د مرغومي په ٢٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باوجوه پرون ناوخته له ولسمشر اشرف غني سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، ددې اړيکې پر مهال د پوځ مشر په افغانستان کې د وروستيو ترهګريزو بريدونو له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال باجوه د تېرو څو کلونو پر مهال په دواړو هېوادونو کې د ترهګرۍ پر پېښو خپګان څرګندکړ او د ترهګرۍ پر ضد يې پر ګډو اقداماتو ټينګار وکړ.
سرچينې زياته کړې چې جنرال باجوه له ولسمشر غني غوښتي چې پر ګډه پوله د ترهګرو د خوځښتونو د مخنيوي لپاره بايد ورسره همکاري وکړي.
دغه راز د پاکستان د پوځ مشر زياته کړې چې پر يوبل د تورونو پورې کولو سره دښمن ګټه اخلي .
نوموړي ادعا کړې چې دوى په خپل هېواد کې د ترهګرو ټولې ځالې او مرکزونه له منځه وړي دي.
د پاکستان د پوځ مشر ويلي چې هېواد يې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره له افغان حکومت سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.
د تېرې اوونۍ د کابل او هلمند د بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى و، خو د کندهار په بريد کې يې لاس لرل رد کړي وو، خو افغان چارواکو د کندهار د بريد پړه هم پر طالبانو اچولې وه او د پاکستان استخبارات يې په کې ښکېل بللي و.
د يادونې ده چې د تېرې اوونۍ تر يادو بريدونو وروسته په کابل او هرات ولايتونو کې د پاکستان پر ضد لاريونونه وشول او خلکو ادعا کوله چې ددې بريدونو تر شا د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې لاس و.
د روان زېږديز کال په پيل کې هم د پاکستان د پوځ مشر ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې د نوي کال مبارکي ورکړې وه او ولسمشر غني هغه ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن