کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٥): د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوندې په دهبوري سيمه کې چاودنه شوې ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې دغه چاودنه د ماخوستن په شاوخوا اتو بجو شوې ده.
يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه په دهبوري سيمه کې د پوليسو پوستې سره د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د پوليسو دوه افسران ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې چاودنه په دهبوريو سيمه کې شوې، خو تلفات نه لري.
خو ځينې عيني شاهدان وايي، چې په دې چاودنه کې دوه پوليس ټپي شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن