ګردېز (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): د پکتيا ولايت د شواک ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ټپي شوى دى.
د پکتيا سرپرست امنيه قوماندان سمونوال محنمد ايوب وردګ د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې امنيه قوماندان ټپي شو، خو يو ساتونکى يې وژل شوى دى.
دى وايي چې د چاودنې له امله يې موټر هم زيانمن شوى دى.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.