باميان(پژواک، ٨ کب ٩٥): د باميانو د ملي امنيت رياست وايي، داسې يوه دستګاه يې کشف او نيولې چې کولى شي په خاورو کې د خښو ځانګړو او ګران بيه فلزاتو پلټنه او تثبت وکړي.
دا دستګاه د ولايت په سيغان ولسوالۍ کې کشف شوې، خو د کشف د څرنګوالي په اړه يې خزييات نه دي ورکړي.
د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وويل چې دغه زر موندونکې دستګاه د vr300 له بڼې ده چې کولى شي تر ځمکه لاندې سره زر، سپين زر، مس او نور فلزي توکي تثيت کړي.
هغه زياته کړه چې پر دې دستګاه سربېره، دوه مخابرې، دوه رسيوره، پل موندونکى سيستم او نور اړوند توکي د رياست د موظفينو لاس ته ورغلي دي.
احمدي وويل چې له دې وسايلو په غير قانوني کېندنو کې کار اخيستل کېده او عاملين يې هم تر تعقيب لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې هم په ايران کې جوړه شوې د لرغونو اثارو د پېژندنې دستګاه په باميانو کې کشف او ضبط شوه چې د قضيې په تړاو دوه کسان نيول شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن