کندهار (پژواک، ١٧ کب ٩٥): کندهار مېشتي سوداګر او صنعتکاران وايي، که حکومت د صنعت او تجارت په برخه کې شته ستونزې حل نه کړي او اسانتیاوې ورته برابرې نه کړي، نو صنعت او تجارت دواړه به په ټپه ودروي او خپلې پانګې به له هېواده وباسي.
په دې اړه د کندهار په سوداګرۍ خونه کې د سوداګرو او صنعتکارانو ګډه احتجاجي غونډه جوړه شوې وه چې لسګونو سوداګرو، پانګه والو او صنعتکارانو په کې ګډون کړی وو.
هغوی له لوړو مالیو اخیستو او د اسانتیاوو د نشتوالي له امله شکایت کاوه.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر وویل، د دې ولایت سوداګر او صنعتکاران له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، خو حکومت یې د حل لپاره اقدام نه کوي.
هغه زیاته کړه، لومړۍ ستونزه د لوړو مالیو او درې میاشتني بیلانس ده، چې سوداګر یې له ستونزو سره مخامخ کړي او ډېرې جریمې پرې راغلې دي.
دی زیاتوي، کندهار مېشتي سوداګر او صنعتکاران په هغه حالت کې نه دي چې په هرو درېیو میاشتو کې د خپل فعالیت بیلانس او راپور ورکړي، دا د وخت ضیاع ده او فساد ته هم لاره هواروي.
دی وايي، بله ستونزه د لارو ده چې پاکستان له تېرو شلو ورځو راهیسې تړلي او د افغانستان حکومت یې یواځې ننداره کوي.
د ده په خبره، پاکستان په دې کړنه هم خپلو سوداګرو ته زیان اړوي او هم د افغانستان سوداګرو ته.
زهیر وویل، د لارې د بندېدو له امله نه یواځې د سوداګرو ګڼ سوداګریز توکي بند پاتې دي، بلکې د صنعتکارانو خام توکي چې فابریکې په چلوي هم بند پاتې دي.
دی وايي، سوداګر به خپل مالونه د پاکستان د کراچۍ بندر پر ځای د ایران د بندر عباس له لارې را وارد کړي، خو ستونزه د اجناسو د پېرلو لپاره له هېواد څخه بهر ته د پیسو د لېږد ده، ځکه که دوی پیسې د بانکي سیسټم له لارې لېږدوي او د بندر عباس نوم په کې ولیدل شي، نو امریکا او نور اروپايي هېوادونه هماغه شرکت تور لیست ته داخلوي.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه حل کړي.
دی وايي، سوداګر او صنعتکاران د دې او ورته نورو ستونزو د هواري لپاره څو ځله مرکز ته تللي، خو هغوی یواځې ژمني کړي او په عمل کې یې څه نه دي کړي.
login or register a new account.