Language

هدفي وژنو د کندهار ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي

کندهار (پژواک ١٧ کب ٩٥): په کندهار کې د ناامنیو د نورو پېښو تر څنګ هدفي وژنو یو ځل بیا زور اخیستی چې د دې ولایت اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړي دي.

همدا نن غرمه په رڼا ورځ د کندهار ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې دوه تنه چې په یوه موټر کې سپاره وو، د وسله والو تر برید لاندې راغلل او ووژل شول.

دغه پېښه د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې په ساحه کې وشوه.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوي کسان عصمت الله او صفي الله نومېدل چې دواړه وروڼه وو او هیڅ دولتي دنده يې نه لرله.

ده زیاته کړه، وسله وال برید کوونکي تر برید وروسته تښتېدلي، خو پولیسو یې د نیولو لپاره جدي هڅې پیل کړې دي.

د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، چې وژل شوو دواړو وروڼو له امنیتي ځواکونو سره همکاري لرله چې کېدای شي همدا یې د وژل کېدو لامل وي.

له تېرو څلور ویشت ساعتونو راهیسې دا د هدفي وژنو دویمه پېښه ده چې کېږي.

تېره شپه لس بجې هم د کندهار ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې په ساحه کې وسله والو موټر سایکل سپرو یو ملکي وګړی وژلی و.

په دې اړه یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، چې وژل شوی کس یو عام قراردادي و او په دولت کې یې کومه دنده نه لرله.

په دې اړه چارواکو هم معلومات نه دي ورکړي.

د کندهار ښار اوسېدونکي یادو شوو پېښو ته په کتو وايي، په دې وروستیو کې په ناڅاپي توګه هدفي وژنې ډېرې شوې چې خلک یې وېرولي دي.

login or register a new account.

Related Topics