خوست ښار (پژواک، ١٩ کب ٩٥): د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت راتلونکی کال په خوست کې ولايت لسګونه پروژې پيلوي.
دا څرګندونې د کرنې وزير اسدالله ضمير د کب په ١٩مه خوست ولايت ته د خپل يو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې وکړې چې يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو يې ملتيا کوله.
هغه په همدې تړاو جوړې غونډې ته چې د مېلمه کوټ په تاريخي باغ کې جوړه شوې وه وويل، چې د کرنې د ودې او پراختيا لپاره به راتلونکی ۱۳۹۶ لمريز کال کې په دې ولايت کې لسګونه پروژې پيل شي.
ضمير وايي ، دغه پروژې د کرنې د ودې او د کليو پراختيا پروګرام ( CARD-F )په چوکاټ کې پلې کيږي چې په کې د اوبو لوی او واړه سربندونه، ذخيروي بندونه،د چرګانو فارمونه، شنې خونې، د نويو باغونو جوړول او ګڼې نورې پروژې شاملې دي.
هغه وايي:((د کرنې هغه پروژې چې راتلونکي کال کې خوست کې پلې کيږي شاوخوا ۱۲۰ ميليونه افغانۍ ورباندې لګښت راځي او موږ هيله مند يو چې په دې سره به د خلکو ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.))
وزير همدا ډول وويل چې په يادو پروژو کې د مېرمنو لپاره هم ځانګړې پروژې په پام کې نيول شوې دي چې په هغې کې دکورنيو چرګانو سلګونه فارمونه، کورنۍ باغچې او شنې خونې شاملې دي.
ده زياته کړه :((راتلونکی کال به خويندو ته ځانګړې پاملرنه کيږي د کورنيو چرګانو ۷۰۰ فارمونه جوړيږي، ۵۰۰ کورنۍ باغچې ورته جوړيږي او ۱۰۰ وړې شنې خونې دي چې د مېرمنو لپاره به په کورونو کې جوړيږي.))
په همدې حال کې د غوښنو چرګانو هغه ۲۰ فارمونه هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شول، چې د ۷۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د خوست په بيلابيلو سيمو کې د کارډيف موسسى په مالي ملاتړ جوړ شوي دي، چې په يو وخت کې به ۱۰۰ زره چرګان بازار ته عرضه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن