منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۴ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرنې وزير: خوست کې د١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت کرنيزې پروژې پلې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

خوست ښار (پژواک، ١٩ کب ٩٥): د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت راتلونکی کال په خوست کې ولايت لسګونه پروژې پيلوي.

دا څرګندونې د کرنې وزير اسدالله ضمير د کب په ١٩مه خوست ولايت ته د خپل يو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې وکړې چې يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو يې ملتيا کوله.

هغه په همدې تړاو جوړې غونډې ته چې د مېلمه کوټ په تاريخي باغ کې جوړه شوې وه وويل، چې د کرنې د ودې او پراختيا لپاره به راتلونکی ۱۳۹۶ لمريز کال کې په دې ولايت کې لسګونه پروژې پيل شي.

ضمير وايي ، دغه پروژې د کرنې د ودې او د کليو پراختيا پروګرام ( CARD-F )په چوکاټ کې پلې کيږي چې په کې د اوبو لوی او واړه سربندونه، ذخيروي بندونه،د چرګانو فارمونه، شنې خونې، د نويو باغونو جوړول او ګڼې نورې پروژې شاملې دي.

هغه وايي:((د کرنې هغه پروژې چې راتلونکي کال کې خوست کې پلې کيږي شاوخوا ۱۲۰ ميليونه  افغانۍ ورباندې لګښت راځي او موږ هيله مند يو چې په دې سره به د خلکو ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.))

وزير  همدا ډول وويل چې په يادو پروژو کې د مېرمنو لپاره هم ځانګړې پروژې په پام کې نيول شوې دي چې په هغې کې دکورنيو چرګانو سلګونه فارمونه، کورنۍ باغچې او شنې خونې شاملې دي.

ده زياته کړه :((راتلونکی کال به خويندو ته ځانګړې پاملرنه کيږي د کورنيو چرګانو ۷۰۰ فارمونه جوړيږي، ۵۰۰ کورنۍ باغچې ورته جوړيږي او ۱۰۰ وړې شنې خونې دي چې د مېرمنو لپاره به په کورونو کې جوړيږي.))

په همدې حال کې د غوښنو چرګانو هغه ۲۰ فارمونه هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شول، چې د ۷۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د خوست په بيلابيلو سيمو کې د کارډيف موسسى په مالي ملاتړ جوړ شوي دي، چې په يو وخت کې به ۱۰۰ زره چرګان بازار ته عرضه کوي.

د خوست والي حکم خان حبيبي ددې فارمونو د پرانېستل کيدو پرمهال وويل چې له دې وروسته به نور هغو چرګانو ته اړتيا پيدا نه شي، کوم چې له پاکستان څخه راوړل کيږي او دلته په لوړ قيمت پلورل کيږي.

هغه زياته کړه: ((ددغو فارمونو ترڅنګ د چرګوړو د توليد يو لوی فارم هم دلته جوړيږي چې د ۱۵۸ زره چرګوړو د توليد ظرفيت به لري او زموږ دغه کوچني فارمونه به د چرګوړو له پلوه په همدغه فارم کې توليديږي.))

والي حبيبي زياته کړه چې د هغو ۱۵۰ لويو شنو خونو له جملې يې ۷۵ بشپړې شوې دي، چې د خوست مرکز ترڅنګ په تڼيو، ګربزو، نادرشاه کوټ او ځاځي ميدان ولسواليو کې د تېرو درېيو مياشتو راهيسې تر کار لاندې دي چې تردې دمه پرې يو ميليون امريکايي ډالر لګښت شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه