ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال په مزار کې د نوروز پر مهال کاروبار ټکنى دى

سږ کال په مزار کې د نوروز پر مهال کاروبار ټکنى دى

author avatar
20 Mar 2017 - 11:43
سږ کال په مزار کې د نوروز پر مهال کاروبار ټکنى دى
author avatar
20 Mar 2017 - 11:43

مزارشريف (پژواک، ٣٠ کب  ٩٥): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د نوي کال د جشن په شور کې د هر کال د وړو سوداګرو سوداګري ښه کېږي؛ خو سږکال سوداګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې کاروبار ټکنی دی.

هر کال د کب له پنځلسمې نېټې مزارشريف ښار ته د نوروز جشن د نمانځنې په موخه د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو زيات شمېر خلک راځي؛ خو سږکال تر دې دمه چې دغه جشن ته يوازې يوه ورځ پاتې ده د مزارښار واټونه د تېرو کلونو په څېر  ګڼه ګوڼه نه لري.

د خلکو همدې کمرنګۍ د ځينو هوټلونو او وړو سودګرو پر کاربار باندې منفي سوداګريز اغېز کړی، چې د هر کال د نوي کال د څلوېښتو ورځو سوداګرۍ ته په تمه وي.

له نورو ولايتونو هم دغه ښار ته خلک د ځينو توکو د پلور په موخه راغلي دي.

د بلخ او له نورو ولايتونو څخه راغلي واړه سوداګر، د سړکونو پر غاړو د ګوتمو، عينکو، د غاړې دستمالونو، او د ورته نورو توکو د پلورلو له لارې د ډېرې ګټې په تمه دي.

د مزارشريف ښار د پراخو سړکونو څنډې او د لوړو ودانيو سيوري ته ناست عينک پلورونکي محمدحسن پژواک ته وويل چې په دغو ورځو کې يې کاربار ښه شوی ؛ خو د پخوانيو کلونو په څېر ډېر نه دی.

نوموړي زياته کړه: ((په تېرو کلونو کې به دا وخت مزار له خلکو ډک و، په سړکونو به بد حال و، چې په منځ کې به يې زموږ سودا هم ښه کېده.))

د هغه په وينا، سږکال داسې نه ده،د خلکو راتګ ډېر کمرنګه دی چې له امله د دوی سوداګري هم ښه نه ده.

۳۲ کلن صفت الله وايي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د نوي کال په شپو ورځو کې له ننګرهاره مزارشريف ښار ته د کاربار لپاره راځي.

نوموړی د ښار پر سړکونو د ماشومانو لپاره د لوبو سامانونه پلوري.

هغه پژواک ته وويل چې سږکال يې سودا د تېرو کلونو په څېر خوندوره نه ده.

ده زياته کړه: ((سږکال نه پوهېږم  چې ولې خو خلک ډېر کم راغلي دي، دا وګوره دوه ورځې نوي کال ته پاتې دي خو د خلکو درک نه لګېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.