منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سږ کال په مزار کې د نوروز پر مهال کاروبار ټکنى دى

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٣٠ کب  ٩٥): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د نوي کال د جشن په شور کې د هر کال د وړو سوداګرو سوداګري ښه کېږي؛ خو سږکال سوداګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې کاروبار ټکنی دی.

هر کال د کب له پنځلسمې نېټې مزارشريف ښار ته د نوروز جشن د نمانځنې په موخه د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو زيات شمېر خلک راځي؛ خو سږکال تر دې دمه چې دغه جشن ته يوازې يوه ورځ پاتې ده د مزارښار واټونه د تېرو کلونو په څېر  ګڼه ګوڼه نه لري.

د خلکو همدې کمرنګۍ د ځينو هوټلونو او وړو سودګرو پر کاربار باندې منفي سوداګريز اغېز کړی، چې د هر کال د نوي کال د څلوېښتو ورځو سوداګرۍ ته په تمه وي.

له نورو ولايتونو هم دغه ښار ته خلک د ځينو توکو د پلور په موخه راغلي دي.

د بلخ او له نورو ولايتونو څخه راغلي واړه سوداګر، د سړکونو پر غاړو د ګوتمو، عينکو، د غاړې دستمالونو، او د ورته نورو توکو د پلورلو له لارې د ډېرې ګټې په تمه دي.

د مزارشريف ښار د پراخو سړکونو څنډې او د لوړو ودانيو سيوري ته ناست عينک پلورونکي محمدحسن پژواک ته وويل چې په دغو ورځو کې يې کاربار ښه شوی ؛ خو د پخوانيو کلونو په څېر ډېر نه دی.

نوموړي زياته کړه: ((په تېرو کلونو کې به دا وخت مزار له خلکو ډک و، په سړکونو به بد حال و، چې په منځ کې به يې زموږ سودا هم ښه کېده.))

د هغه په وينا، سږکال داسې نه ده،د خلکو راتګ ډېر کمرنګه دی چې له امله د دوی سوداګري هم ښه نه ده.

۳۲ کلن صفت الله وايي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د نوي کال په شپو ورځو کې له ننګرهاره مزارشريف ښار ته د کاربار لپاره راځي.

نوموړی د ښار پر سړکونو د ماشومانو لپاره د لوبو سامانونه پلوري.

هغه پژواک ته وويل چې سږکال يې سودا د تېرو کلونو په څېر خوندوره نه ده.

ده زياته کړه: ((سږکال نه پوهېږم  چې ولې خو خلک ډېر کم راغلي دي، دا وګوره دوه ورځې نوي کال ته پاتې دي خو د خلکو درک نه لګېږي.))

په دغو شپو ورځو كې به هر کال مزارشريف ښار ته د زرګونو خلکو راتګ د نورې سوداګرۍ ترڅنګ، د هوټلونو او مسافرخانو كاروبار د عامو ورځو په پرتله څو برابره ښه کاوه.

خو سږکال د هوټلونو مالکان هم له خپل کاروباره سر ټکوي.

په مزارشريف ښار کې د ګنګ رستورانټ مدير نجيب الله پژواک ته وويل  چې په دې ورځو کې عموما کاربار ښه کېږي، خو د سږني کال سوداګري يې د تېرو کلونو په پرتله بېخي خرابه وبلله.

نوموړي زياته کړه چې په تېرو کلونو کې به د کب له پنځلسمې د هوټل د مسافرخونو لپاره خلک په کتار کې ولاړ و؛ خو سږکال هېڅ هم نشته.

نوموړي زياته کړه: ((سبا بل سبا به جشن وي خو زموږ هوټل کې اوس هم خالي خونې شته ؛ په تېرو کلونو کې به داسې نه وو.))

خو د بلخ ولايت چارواكي وايي چې د نوروز په جشن كې د ډېرو خلكو ګډون د دې لامل شوى، چې په دغو ورځو كې سوداګرېزې چارې ښې پر مخ  لاړې شي.

د مزارشريف ښاروال نصيراحمد عيني وويل، څرګنده مسئله ده چې په ښارونو کې د ګڼې ګوڼې پر مهال بازار ګرم وي.

نوموړي زياته کړه، په دې اړه معلومات نه لري چې په څومره کچه به په دغو شپو ورځو کې د وړو او غټو سوداګرو کاروبار ښه کېږي او يا هم به د تېرو کلونو په پرتله کمرنګه شوی وي.

خو نوموړي د دې مسئلې پخلی وکړ چې سږکال د تېرو کلونو په پرتله مزارشريف ته د نورو ولايتونو مسافر کم راغلي دي.

هغه بيا هم هيله وښوده چې په پاتې دوه ورځو کې امکان ډېر دی، چې د خلکو راتګ زيات  شي.

د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې د نوروز په جشن کې د خلکو د ګډون کچه له يو ميليون څخه اوښتله.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم پژواک ته وويل چې په تېرو کلونو کې به په نوروز جشن کې  د خلکو د ګډون شمېر له يو ميليون تنو څخه زيات و .

خو نوموړي زياته کړه چې ممکن سږکال د شمال زون ناامنۍ د خلکو په ذهنونو ناوړه اغېز کړې وي او له امله يې د خلکو راتګ کمرنګه وي.

سبا (د نوي۱۳۹۶ کال پر لومړۍ ورځ) سهار مهال به د زرګونو خلكو په ګډون د حضرت علي كرم الله وجهه په روضه کې د نوروز جنډه، د يو لړ دولتي رسمي مراسمو په ترڅ كې پورته كړاى شي.

هر كال په روضه کې د جنډې پورته کول په ځانګړو مراسمو ترسره کېږي، چې د هېواد ځينې لوړ پوړي چارواكي هم په كې برخه اخلي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل، لا څرګنده نه ده چې د نوي کال په دغو مراسمو كې به كوم لوړ پوړی چارواكي برخه واخلي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد