ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د نوروز د مراسمو لپاره امنيتي تدابير نيول شوي

په کابل کې د نوروز د مراسمو لپاره امنيتي تدابير نيول شوي

author avatar
20 Mar 2017 - 14:14
په کابل کې د نوروز د مراسمو لپاره امنيتي تدابير نيول شوي
author avatar
20 Mar 2017 - 14:14

کابل (پژواک ۳۰ کب ۹۵): د کابل پوليسو د نوي کال د لومړۍ ورځې د مراسمو لپاره د امنيتي تدابيرو او د ۱۲۱ جنايي جرمونو په تړاو د ۲۴۱ تنو د نيولو خبر ورکوي.

د هېواد په مرکز او ځينو ولايتونو کې د نوي کال په لومړۍ ورځ خلک د تفرېح لپاره غرونو ته ځي او ځينې يې پر زيارتونو جنډې لګوي. د اووه ډوله مېوې او سمنک جوړول او په دې ورځ  يې خوړل هم په ځينو خلکو کې معمول دي.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان پاسوال حسن شاه فروغ نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل چې د نوي ۱۳۹۶ کال د لومړۍ ورځې د مراسمو لپاره اړين امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د کابل پوليسو د ښاري کمربند د څلورم ټولي افسر لومړي ساتمن خان ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خپلو خلکو د خدمت لپاره پوره چمتوالی لري.

هغه وايي، د کابل پوليسو ته له تېرو درېيو ورځو راهيسې د لومړي درجه احضار اتو امر شوى دى.

ده وويل:"وياړم چې د خپلو خلکو په خدمت کې يم، ما خپل سر په خپل لاس کې نيولى تر څو ستاسو امنيت خوندي کړم او د خوښۍ شېبې مو په غم بدلې نه شي."

په نننۍ خبري ناسته کې د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان وويل چې د کابل پوليسو په تېرو پنځلسو ورځو کې د ۱۲۱ جنايي جرمونو په تړاو۲۴۱ تنه نيولي دي.

ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې له يادو کسانو څخه ٤٥ تنه د غلاوو په تور نيول شوي دي.

دی زياتوي، چې پوليسو له يادو کسانو سره ۱۳ ميله بېلابېلې وسلې، څلور موټر، څه باندې يو عشاريه اووه ميليونه افغانۍ او ۵۰ زره امريکايي ډالر نيولي دي.

هغه وايي چې د کابل پوليسو په دې موده کې ۱۲۲ کوڅه ډبي کسان هم نيولي خو په ضمانت يې بېرته خوشې کړي دي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.