کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي چې د امنيتي چارواکو د استيضاح په صورت کې به ياده جرګه لغوه اعلان کړي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ بيا دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.
ولسي جرګې تېره اونۍ په کابل کې د سردار داوود خان پر څلور سوه بستريز روغتون له بريد وروسته د ملي دفاع وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي، د کورنيو چارو وزير ډګر جنرال تاج محمد جاهد او د ملي امنيت د عمومي مشر محمد معصوم ستانکزي د استيضاح پرېکړه وکړه.
وسله والو کسانو د کب مياشتې په اتلسمه نېټه پر ياد روغتون بريد وکړ.
چارواکي وايي چې په ياد بريد کې ٤٩ کسان وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان شوي دي، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړو ويلي چې په ياد بريد کې ١٧٠ کسان وژل شوي او شاوخوا ١٥٠ نور ټپيان دي.
د ياد بريد مسووليت د داعش په نوم وسله والې ډلې پر غاړه اخيستى و.
ولسي جرګه کې د بدخشان استازي عبداللطيف پدرام د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل: "د نن ورځې معلومات ښيي، ولسمشر ګواښ کړى چې د امنيتي چارواکو د استيضاح په صورت کې به ولسي جرګه لغوه کړي، که چېرې دا معلومات رښتيا وي نو ولسمشر د دې حق نه لري چې ولسي جرګه لغوه اعلان کړي."
د ننګرهار استازي ميرويس ياسيني هم ورته څرګندونې درلودې او ويې ويل: "ولسمشر د کوم قانون پر بنسټ د دولت يو رکن ګواښي، بايد غم يې وخوړل شي."
نوموړي او د يادې جرګې نورو غړو په دې اړه د جرګې له اداري پلاوي د سپيناوي غوښتنه وکړه.
د جرګې لومړي مرستيال همايون همايون چې نن يې د جرګې مشري پر غاړه درلوده او پرون يې او پرون يې د اداري پلاوي په استازيتوب له ولسمشر سره ليدنه کړې وه، وويل چې استيضاح د ولسي جرګې قانوني حق دى او د دريو امنيتي چارواکو د استيضاح په اړه د جرګې پرېکړه پرځاى کار دى.
نوموړي، پرون له ولسمشر سره د خپلې ناستې په اړه جزئيات وړاندې نه کړل او د جرګې نننۍ ناسته د هغه په غوښتنه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.
ولسي جرګې کې د بلخ استازي مولوي عبدالرحمن رحماني د پټې ناستې له ترسره کېدو وروسته خبريالانو ته وويل: "ولسمشر ګواښ کړى، چې که چېرې تاسو له وزيرانو واک واخلئ، زه به هم ستاسو د لغوه کولو فرمان صادر کړم، که چېرې ولسمشر د جان کري په خولو نه وى راغلى، د خلکو د رايو پر بنسټ راغلى وى، هوکړه نه وى شوې، نو نن به يې موږ هر صادر شوى فرمان منلى وى."
د ملي يووالي حکومت د ١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو له جنجالي کېدو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير د پخواني وزير جان کيري په منځګړيتوب د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله تر منځ رامنځته شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن