غزني ښار (پژواک، ٨ ورى ٩٦): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ٨ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په اندړو او ګيلان ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.
ده وويل چې دغه نښتې د ګيلان په کمالخېلو او د اندړو په غټانو سيمو کې شوې دي.
د هغه په وينا، څلور طالبان په ګيلان او څلور نور په اندړو ولسوالۍ کې وژل شوي او دوه طالبان په ګيلان او درې په اندړو کې ټپيان شوي دي.
هغه وايي چې په دې نښتو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د ګیلان کمالخېلو سيمې اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل چې تېره شپه اووه بجې د دوى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته پيل شوه.
د هغه په وينا، نښتې څو ساعته دوام وکړ او دواړو لورو يو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.
نوموړی وايي: ((زموږ په سیمه کې زیاتره وخت طالبان وي او له دې ځایه امنیتي پوستې په نښه کوي.))
خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې په غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ هېڅ نښته نه ده شوې.
ده وويل: ((په غزني کې زموږ څوک نه دي شهيدان شوي، نو زه د دولتي چارواکو دا خبره ردوم.))
غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې ډېرى وخت په کې دغه شان نښتې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن