ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د قابله ګۍ او نرسنګ له برخو ۴۸ نجونې فارغې شوې

خوست کې د قابله ګۍ او نرسنګ له برخو ۴۸ نجونې فارغې شوې

author avatar
30 Mar 2017 - 14:29
خوست کې د قابله ګۍ او نرسنګ له برخو ۴۸ نجونې فارغې شوې
author avatar
30 Mar 2017 - 14:29

خوست ښار (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): په خوست کې د نرسنګ او قابله ګۍ له دوه کلنو مسلکي زده کړو ۴۸ نجونې فارغې شوې چې د  مسوولينو په وينا، له دې سره به په لرو پرتو سيمو کې د مور او ماشوم د مړينې کچه نوره هم ټيټه شي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر ګل محمد الدين منګل د دغو نجونو د فراغت مراسمو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې په ياده دوه کلن پروګرام کې روزل شوې نجونې د ولسواليو اوسېدونکې دي.

هغه وايي، ۲۴ په نرسنګ او ۲۴ نورې د قابله ګۍ په برخو کې روزل شوې چې مالي او تخنيکي تمويل يې په افغانستان کې د ناروې کمېټي پر غاړه و او د شوې ژمنې له مخې به دوی د خپلو ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې پر دندو ګومارل کېږي.

ډاکتر منګل زياته کړه: ((موږ هغو نجونو ته لومړيتوب ورکړی چې په ولسواليو کې ژوند کوي. دوی دلته په ليليه کې اوسېدې. نن له دوه کلنو مسلکي زده کړو فارغې شوې او خپلو ولسواليو ته لېږل کېږي.))

ډاکتر ګل محمد الدين منګل وويل چې په نننيو فارغانو سره به هغه تشه هم ډکه شي چې د ولسواليو په ځينو روغتيايي مرکزونو کې د قابلو او نرسانو د کمښت له کبله وخت ناوخت رامنځته کېږي.

په افغانستان کې د ناروې کمېټې د نرسنګ او قابله ګۍ د روزنې پروګرام مسووله ډاکتره خديجه ساپۍ وايي چې دغه پروګرام نور هم غځوي چې له مخکې ورته له نجونو ازموينه اخيستل شوې ده.

هغې وويل: ((دا نرسانې او قابلې په روغتون کې کار نه کوي، دوی په ټولنه کې کار کوي. هغه کلينيکونه چې لومړني خدمات وړاندې کوي، دوی هلته پر دندو ګومارل کېږي.))

د قابله ګۍ له څانګې يوې فارغې شوې حنيفې پژواک اژانس ته وويل چې په خپلو ولسواليو کې دوی ته د کار پوره زمينه برابره ده او چمتو دي چې د خپلې ټولنې خدمت وکړي.

هغې وويل: ((موږ دا ژمنه کړې ده چې تر فراغت وروسته به خپلو ولسواليو کې دندې اخلو. ځينو خويندو د ولسواليو په يو شمېر روغتيايي مرکزونو کې سر له اوسه دندې هم اخيستې دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.