منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې د قابله ګۍ او نرسنګ له برخو ۴۸ نجونې فارغې شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

خوست ښار (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): په خوست کې د نرسنګ او قابله ګۍ له دوه کلنو مسلکي زده کړو ۴۸ نجونې فارغې شوې چې د  مسوولينو په وينا، له دې سره به په لرو پرتو سيمو کې د مور او ماشوم د مړينې کچه نوره هم ټيټه شي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر ګل محمد الدين منګل د دغو نجونو د فراغت مراسمو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې په ياده دوه کلن پروګرام کې روزل شوې نجونې د ولسواليو اوسېدونکې دي.

هغه وايي، ۲۴ په نرسنګ او ۲۴ نورې د قابله ګۍ په برخو کې روزل شوې چې مالي او تخنيکي تمويل يې په افغانستان کې د ناروې کمېټي پر غاړه و او د شوې ژمنې له مخې به دوی د خپلو ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې پر دندو ګومارل کېږي.

ډاکتر منګل زياته کړه: ((موږ هغو نجونو ته لومړيتوب ورکړی چې په ولسواليو کې ژوند کوي. دوی دلته په ليليه کې اوسېدې. نن له دوه کلنو مسلکي زده کړو فارغې شوې او خپلو ولسواليو ته لېږل کېږي.))

ډاکتر ګل محمد الدين منګل وويل چې په نننيو فارغانو سره به هغه تشه هم ډکه شي چې د ولسواليو په ځينو روغتيايي مرکزونو کې د قابلو او نرسانو د کمښت له کبله وخت ناوخت رامنځته کېږي.

په افغانستان کې د ناروې کمېټې د نرسنګ او قابله ګۍ د روزنې پروګرام مسووله ډاکتره خديجه ساپۍ وايي چې دغه پروګرام نور هم غځوي چې له مخکې ورته له نجونو ازموينه اخيستل شوې ده.

هغې وويل: ((دا نرسانې او قابلې په روغتون کې کار نه کوي، دوی په ټولنه کې کار کوي. هغه کلينيکونه چې لومړني خدمات وړاندې کوي، دوی هلته پر دندو ګومارل کېږي.))

د قابله ګۍ له څانګې يوې فارغې شوې حنيفې پژواک اژانس ته وويل چې په خپلو ولسواليو کې دوی ته د کار پوره زمينه برابره ده او چمتو دي چې د خپلې ټولنې خدمت وکړي.

هغې وويل: ((موږ دا ژمنه کړې ده چې تر فراغت وروسته به خپلو ولسواليو کې دندې اخلو. ځينو خويندو د ولسواليو په يو شمېر روغتيايي مرکزونو کې سر له اوسه دندې هم اخيستې دي.))

که څه هم روغتيايي مسوولين وايي چې په ټولو ولسواليو کې نرسانې او قابلې لري، خو د ځينو خلکو په وينا په يو شمېر ولسواليو کې د قابلو د نه شتون له امله ښځينه ناروغان پر خپل وخت نه تداوي کېږي.

د خلکو په وينا، دا د دې لامل شوی چې يو شمېر ولادي او نسايي ناروغان ولايتي ملکي روغتون او يا د بې سرحده ډاکترانو زېږنتون ته تر رسېدو مخکې په لاره کې ساه ورکوي.

د يادونې ده، د قابله ګۍ له څانګې څخه د فارغانو شپږمه دوره او د نرسنګ له برخې څخه د فارغ شوو نجونو دويمه دوره وه چې په ټوليز په خوست کې نږدې دوه سوه نجونې په تېرو کلونو کې فارغې شوې دي.

د ناروې هېواد له لوري د ښځينه نرسنګ او قابله ګانو د روزنې دغه پروګرام پر خوست سربېره په بدخشان، لغمان، ميدان وردګ، کاپيسا او ننګرهار ولايتونو کې هم مهاله روان دی.

د ناروې هېواد روزنيزې کمېټې له تېرو ۴۳ کلونو راهيسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې فعاليت لري او په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر روزنيز پروګرامونه وړاندې کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا