هرات (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): د هرات لسګونو اوسېدونکو د دې ولايت د ولايتي شورا مشر د بندي کېدو حکم پر ضد لاريون کړى او د هرات-اسلام کلا لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
دغه لاريون نن ترسره شو او لاريون کوونکو يې په ترڅ کې د هرات ولايتي شورا مشر کامران عليزى بې ګناه باله او د عدلي او قضايي مرکز له لوري يې د دغه حکم د لغوه کولو غوښتنه وکړه.
د فساد او درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمې دوه اونۍ وړاندې، د ولايتي شورا رييس کامران عليزى له دندې څخه د ناوړې ګټې اخيستو په تور په دوه نيم کاله زندان محکوم کړ.
د ولايتي شورا مشر، تورن شوى چې له خپلو واکونو څخه په استفادې له ٢٠ وسله والو سره يوځاى په زور د هرات څارنوالۍ ته داخل شوى او د اداري فساد يو تورن چې پوښتنې ګروېږنې ترې کېدې، له ځانه سره وړى دى.
د لاريون يوه معترض عبدالعلي چې له يو شمېر کسانو سره يوځاى يې د هرات- اسلام کلا لار تړلې وه، وويل چې که چېرې حکومت د حکم د لغوه کولو په اړه د دوى غوښتنې ونه مني، سبا به د هرات-کندهار لاره هم د ترافيکو پر مخ وتړي.
يوه بل لاريونوال ملاجان وويل، دوى د عدالت د ټينګښت غوښتونکي دي.
هغه زياته کړه: "په بدن کې مو چې يو څاڅکى وينه هم وي، له عليزي به ملاتړ وکړو او موږ د عدالت غوښتونکي يو."
لاريون کوونکو د "عليزى بېګناه دى او د هغه محاکمه د حکومت يوه توطيه ده" شعارونه ورکول. يادو کسانو د ولايتي شورا مشر يو رښتينى کس باله.
کامران عليزي هم د لاريون کوونکو په منځ کې وويل: "ځينې داسې کسان موجود دي، چې په هرات کې داسې يو څوک نه غواړي چې د زورواکو په وړاندې ودريږي او له خپلو خلکو دفاع وکړي."
هغه زياته کړه: "له خپلې دندې يې ناوړه ګټه نه ده پورته کړې او خپله دنده يې په ښه توګه ترسره کړې، ما د خپل مؤکل له قانوني حق چې يو بې ګناه انسان و، دفاع کړې ده."
عليزي له مرکزي حکومت وغوښتل، چې د لاريون کوونکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
هغه ګواښ وکړ، که چېرې دولت د دوى غوښتنو ته ځواب ورنه کړ، د هرات-کندهار او د څو ولسواليو لارې به هم وتړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن