پل علم- ګردېز (پژواک، ١٩ غويی ٩٦): حکومتي چارواکي وايي، په لوګر او پکتيا ولايتونو کې طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي سليم صالح د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د بره کي برک ولسوالۍ په بره کي راجان او چلوزيو سيمو کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د قاري حشمت، قاري بشیر، قاري نقیب، ملا سید اغا او قاري یارمحمد په نومونو طالبان وژل شوي دي.
د چلوزيو سيمې اوسېدونکي دين محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په کلي کې درنه جګړه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم خو د ډزو غږ ډېر زيات وو او خلک يې ډار کړي وو.))
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
بره کي برک د مرکز پل علم سوېل ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالی ده چې ډېرې سيمې یې له طالبانو سره دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکـتيا د مرکـز ګـردېز اړوند په ابراهيم خېلو سيمه کې د پوليسو او طالبانو تر منځ جګړه شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکـتيا امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې نن غرمه مهال په ابراهيم خېلو سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي خو ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عبدالرحيمزي د طالبانو د مرګ ژوبلې شمېره په ډاګه نه کړه.
وسله وال طالبان هم دغه نښته تاييدوي.
login or register a new account.