ګردېز (پژواک، ٢٤ غويی ٩٦): د پکتيا د درېيو ولسواليو قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې په خپلو سيمو کې له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري کوي او د افغان دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه به نيسي.
د پکـتيا د ښواک، ګـردې څېړۍ او وزي ځدراڼ ولسواليو قومي مخورو، مشرانو او ځوانانو په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د خپلو سيمو د امنيت او اړوندو موضوعاتو په اړه د غويي په ٢٤مه غونډه وکـړه او د ډاډمن امنيت او نورو اړينو کارونو پر لارو، چارو يې خبرې وکـړې.
په دې غونډه کې مشرانو هوکـړه وکـړه چې په خپلو کليو او اړوند سيمو کې به له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري کـوي او د طالبانو او بلې هرې مخالفې او غير قانوني وسله والې ډلې د فعاليتونو مخه به نيسي.
په دې غونډه کې د ځدراڼو قومي مشر حاجي زنګي وويل چې د هرې سيمې او کلي مشران، ځوانان او اوسېدونکي مکلف دي چې په خپلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت لپاره کار وکړي.
دی وايي: ((ټول به خپل مربوط ځايونه ساتي چې له شره په امن پاتې شو، موږ په خپلو سيمو کې ناامني نه غواړو، که د هر چا لخوا او په هر نوم وي، موږ ارام ژوند غواړو او د دې لپاره عملي اقدام کـوو.))
په پکتيا کې بل قومي مشر پاچا خان ځدراڼ وويل چې د ځدراڼو سيمو د امنيت لپاره به د هرې سيمې خلک قومي ساتونکي ګوماري.
دی وايي: ((حکـومت کې ډېرې ستونزې او نيمګـړتياوې شته، د دې لپاره ضرور ده چې خپله هم اقدام وکړو، د قومونو او ولسونو يووالی هر څه کولی شي او موږ دا يووالی د خپلې سيمې او خلکـو د ارامي او سولې لپاره کاروو.))
په دې غونډه کې يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې وکړې.
د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونمل سردار احمدزي وويل چې د خلکـو د مرستې او همکارۍ په برکـت يې په سيمه کې ډاډمن امنيت تامين دی.
احمدزي د ځدراڼو له مشرانو او ځوانانو مننه وکـړه چې تل يې ورسره د امنيت په ټينګـښت کې مرسته کـړې او دې همکاري ته لا هم دوام ورکـوي.
نوموړی وايي: ((دومره ډاډمن امنيت چې په دې سيمه او ولسوالۍ کې دی، فکـر کوم د افغانستان په ډېرو نقاطو کې به نه وي او دا ټول د دې قومونو، قبيلو او ځوانانو د مرستې له برکـته دی او لازمه ده چې دې سيمې ته کار هم وشي.))
ښواک، ګـرده څېړۍ او وزې ځـدراڼ د پکـتيا امنې ولسوالۍ دي، خو سره له دې هم په کې د رغونې، پوهنې، روغتيا او نورو برخو لپاره کار نه دی شوی او اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.
login or register a new account.