ګردېز (پژواک، ٢٤ غويی ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د وسله والو طالبانو په خپلمنځي نښته کې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د ګردېز اړوند د رباط په سيمه کې د ملا هبت الله او ملا رسول د پلويانو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې د ملا رسول ډلې شپږ طالبان وژل شوي او دوه ټپيان دي او ملا هبت الله ډلې دوه تنه ټپيان دي.
د سيمې يو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې نن سهار په دې سيمه کې د طالبانو تر منځ نښته شوې ده چې د دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې په رباط سيمه کې د طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې د ملا رسول ډلې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
خو هغه د ملاهبت الله ډلې د کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
login or register a new account.