کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۶): همايون عزيزي، د کندهار له خلکو سره د مخه ښې په غونډه کې وويل، تېر دوه کاله يې د کندهار د والي په توګه د ښې حکومتولۍ د بنسټیزو چارو د پیاوړتیا لپاره کار کړی.
په غونډه کې د کندهار يو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او د ولایتي شورا غړو هم د عزيزي د دوه کلنې کاري دورې ستاینه وکړه.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې (د مرغومي په ۲۱مه) د کندهار ولایت مقام په مېلمستون کې په چاودنو کې د کندهار د مرستیال والي عبدالعلی شمسي او نورو لوړو پورړ چارواکو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول او د ډاکټر همایون عزیزي په ګډون ۱۸ نور ټپیان شول.
عزیزي له درملنې وروسته بیرته خپلې دندې ته ستون شو، خو له لنډې مودې وروسته دا دی اوس تبدیل او په هالنډ هېواد کې د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
ځينې ناتاييد شوي راپورونه ښيي چې زلمى ويسا د کندهار د والي په توګه ټاکل شوى دى.
عزيزي نن په کندهار کې د ده د مخه ښې په اړه په جوړه شوې غونډه کې چې د کندهار سلګونو چارواکو، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني او ټولنیزو فعالانو او مېرمنو په کې ګډون کړی و، وویل، تغییر او تبدیل د دولت اصل دی، پر همدې بنسټ په کندهار کې د هغه دنده نور پای ته رسېږي، خو د دې ولایت د خلکو بې سارې مینه او له ده سره په چارو کې مرسته به نه هېروي.
دی وايي، په همدې بنسټ یې په تېرو دوو کلونو کې پوره هڅه کړې چې په همدې برخو کې جدي کار وکړي او د خلکو خدمت یې د خدای تعالی عبادت ګڼلی و.
د ده په خبره، د خلکو رضایت او مشارکت، د خدماتو رسول او پرمختیايي چارې او د عوایدو ډېرول د ښې حکومتولۍ بنسټیز اصول دي او د کندهار اوسنی حالت ثابتوي چې دغو موخو ته تر ډېره بریده رسېدلی و.
عزیزي وویل: "د حکومت او ولس د اړیکو د بیرته جوړولو په برخه کې مو د دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو مشورتي بورډونه جوړ کړل، ټولو خلکو ته مو په یوه سترګه وکتل او د ولایت دروازې مو د هغوى پر مخ پرانیستلې."
د پرمختیايي چارو په برخه کې عزيزي یادونه وکړه چې په کندهار کې یې د ښاري ماسټر پلان د پلي کېدو بنسټ کېښود، خصوصي سکتور ته یې د پانګونې زمینه برابره کړه، د صنعتي پارک لپاره یې د ۱۰ مېګاواټه سولر برېښنا د تولید چارې پیل کړې او په لسګونو نورې پروژې پلې شوې.
هغه همدا شان یادونه وکړه چې له فساد سره د مبارزې په موخه یې د ارزونې او نظارت کمېسیون جوړ کړ او په ډېرو ادارو کې یې مثبت اصلاحات راوستل.
دى وايي چې ښاروالي يې په یوه فعاله اداره بدله کړه او د ښار په ټولو ۱۵ ناحیو کې یې متوازن پرمختیايي کارونه کړي او روان دي.
login or register a new account.