کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۶):چارواکي وايي، پوليسو کندهار کې درې سړي تښتوونکي، د جاسوسۍ په تور يو ايرانى او ١٧ نور مشکوک کسان نيولي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي دغه درې تنه اختر محمد د ارغنداب، شمس الله په پهلوان مشهور د ارغستان او تاج محمد د کندهار د دامان ولسوالیو اوسېدونکي دي چې د کندهار ښار اړوند د ۱۴مې امنیتي حوزې په ساحه کې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغو کسانو د دوو نورو په ملتیا چې هغه به هم ونیول شي- شپږ میاشتې مخکې د حاجي عیسی محمد په نوم یو سوداګر تښتولی و او د هغه له کورنۍ څخه یې لومړی د ۱۰ زره او بیا د ۵۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه.
د ده په خبره، دا چې د سوداګر کورنۍ د دومره ډېرو پیسو د ورکولو توان نه درلود، تښتوونکو هغه وواژه او جسد یې د کندهار ښار د ۵مې امنیتي حوزې په سيمه کې وموندل شو.
دی وايي، پولیسو دا موضوع له هماغه وخته څارله چې بالاخره د تښتوونکو له ډلې درې تنه ونیول شول او دوه نور لا پاتې دي چې پولیس یې د نیولو په هڅه کې دي.
هغه وايي نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
بل خوا چارواکي ادعا کوي چې یو ایرانی وګړی یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
د بشیر احمد په نوم دغه کس د کندهار ښار د ۶مې امنیتي حوزې د پولیسو له خوا د تالاشۍ پر مهال نیول شوی دی.
د دغې حوزې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي پژواک ته وویل، نیول شوی کس تر پلټنو لاندې دی چې افغانستان ته د جاسوسۍ لپاره رالېږل شوی دى.
امنیتي مسوولینو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د کندهار د میوند ولسوالۍ په ګل زمان سیمه کې ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۷ مشکوک وګړي نیول شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، له نیول شوو کسانو پلټنې پیل شوي او ګومان کېږي چې د وسله والو په لیکو کې یې فعالیتونه کول.
login or register a new account.