ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې حیواني کلینیکونه ډېرېږي

خوست کې حیواني کلینیکونه ډېرېږي

author avatar
20 May 2017 - 14:31
خوست کې حیواني کلینیکونه ډېرېږي
author avatar
20 May 2017 - 14:31

خوست ښار (پژواک، ٣٠ غويى ٩٦): د خوست لپاره د هالنډ کمېټې مسوولين وايي چې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پرمختګ لپاره خپل فعاليتونه د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته غځوي.

په دغه ولايت کې د يادې کمېټې مسوول ډاکتر سيدکريم حسين خېل وايي چې دا مهال د خوست د مرکز په ګډون په نهو ولسواليو کې د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره د اسانتياوو په برابرولو کې مرستې کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل په يادو برخو کې خپل فعاليتونه په مرکز او ولسواليو کې د شته حيواني کلينيکونو له لوري تنظيموي او د ځانګړو روزل شوو ډاکترانو په وسيله خلکو ته خدمات رسوي.

د يادې کمېټې مسوول دغه څرګندونې داسې مهال کې وکړې چې نن يې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې په ياده برخه کې د فعاليت لپاره د يوې نوې څانګې پرانيستنه وکړه.

ډاکتر سيد کريم حسين خېل وويل چې د نادرشاه کوټ په ګډون يې د هرې يوې څانګې لپاره د ۸زره ډالرو معادل ۸۰ بېلابېل ډوله هغه توکي او درمل برابر کړي چې د حيواني ناروغيو د درملنې او مخنيوي لپاره اړين بلل کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ د دغو حيواني کلينيکونو لپاره ډاکتران په هرات ولايت کې د يوه ځانګړي روزنيز پروګرام په ترڅ کې د شپږو مياشتو لپاره روزو، بيا ورته په خپلو ولسواليو کې د فعاليت امکانات برابروو.))

ډاکتر حسين خېل زياته کړه چې د خوست قلندر او سپېره ولسوالۍ د دوی د فعاليت له پوښښ څخه بهر دي خو کوښښ کوي چې په دې ولسواليو کې هم خلکو ته په ياده برخه کې خپل خدمات وړاندې کړي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير سميع الله نصرت پژواک اژانس ته وويل چې د نړيوالو مرسته کوونکو ادارو په همکارۍ توانېدلي دي چې تر ډېره بريده د کرنې او مالدارۍ په برخه کې شته ستونزو ته رسيده ګي وکړي.

ده د هالنډ له کمېټې په مننې سره له ټولو بسپنه ورکوونکو ادارو وغوښتل چې د زراعت په وده او پراختيا کې له دولتي مسوولينو سره پوره مرسته وکړي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.