منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۹ غ.م
۶°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې حیواني کلینیکونه ډېرېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٣٠ غويى ٩٦): د خوست لپاره د هالنډ کمېټې مسوولين وايي چې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پرمختګ لپاره خپل فعاليتونه د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته غځوي.

په دغه ولايت کې د يادې کمېټې مسوول ډاکتر سيدکريم حسين خېل وايي چې دا مهال د خوست د مرکز په ګډون په نهو ولسواليو کې د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره د اسانتياوو په برابرولو کې مرستې کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل په يادو برخو کې خپل فعاليتونه په مرکز او ولسواليو کې د شته حيواني کلينيکونو له لوري تنظيموي او د ځانګړو روزل شوو ډاکترانو په وسيله خلکو ته خدمات رسوي.

د يادې کمېټې مسوول دغه څرګندونې داسې مهال کې وکړې چې نن يې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې په ياده برخه کې د فعاليت لپاره د يوې نوې څانګې پرانيستنه وکړه.

ډاکتر سيد کريم حسين خېل وويل چې د نادرشاه کوټ په ګډون يې د هرې يوې څانګې لپاره د ۸زره ډالرو معادل ۸۰ بېلابېل ډوله هغه توکي او درمل برابر کړي چې د حيواني ناروغيو د درملنې او مخنيوي لپاره اړين بلل کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ د دغو حيواني کلينيکونو لپاره ډاکتران په هرات ولايت کې د يوه ځانګړي روزنيز پروګرام په ترڅ کې د شپږو مياشتو لپاره روزو، بيا ورته په خپلو ولسواليو کې د فعاليت امکانات برابروو.))

ډاکتر حسين خېل زياته کړه چې د خوست قلندر او سپېره ولسوالۍ د دوی د فعاليت له پوښښ څخه بهر دي خو کوښښ کوي چې په دې ولسواليو کې هم خلکو ته په ياده برخه کې خپل خدمات وړاندې کړي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير سميع الله نصرت پژواک اژانس ته وويل چې د نړيوالو مرسته کوونکو ادارو په همکارۍ توانېدلي دي چې تر ډېره بريده د کرنې او مالدارۍ په برخه کې شته ستونزو ته رسيده ګي وکړي.

ده د هالنډ له کمېټې په مننې سره له ټولو بسپنه ورکوونکو ادارو وغوښتل چې د زراعت په وده او پراختيا کې له دولتي مسوولينو سره پوره مرسته وکړي.

نصرت زياته کړه: ((زموږ زراعت ښه لوري ته روان دی، د شنو خونو جوړول، د چرګوړو توليد او روزنه، د باغونو جوړول او دېته ورته نور هغه څه دي چې موږ ته ډېره هيله مندي راکوي.))

ډاکتر سيف الله ځدراڼ چې په هرات کې يې روزنه ليدلې او په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې يې نن فعاليت پيل کړ، پژواک اژانس ته وويل چې د روزنې پر مهال يې د نظري زده کړو تر څنګ عملي کار ډېر کړی دی.

ده وويل: ((مخکې مو دومره ګټور کار نه و زده کړی، اوس که زه له هر ډول حيواني ناروغۍ سره مخ کېږم، کولای شم، په ډېر ښه ډول يې درملنه وکړم. ما ته يې موټرسايکل هم راکړی او هڅه کوم چې ټولو سيمو ته په خپل وخت رسيده ګي وکړم.))

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يو سپين ږيري جهان مير پژواک اژانس ته وويل چې د ناروغيو پر مهال په ډېری مواردو کې يې څاروي له دې کبله له لاسه ورکوي چې ډاکتر او درمل نه ورته لري.

هغه وويل: ((څومره چې د انساني ناروغيو د درملنې لپاره ډاکتر ته اړتيا ده، د څارويو د ناروغۍ د درملنې او مخنيوي لپاره هم اړتيا ليدل کېږي. اوس به انشاالله د څارويو ښه درملنه وشي.))

د هالنډ کمېټه چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې فعاليت لري، د اروپايي اتحاديې په همکارۍ له تېرو درېيو کلونو راهيسې د افغانستان په ۱۶ ولايتونو کې فعاليتونه ترسره کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه