ژبه

سیاف او حکمتیار پر سوله او ملي یووالي ټینګار وکړ

توسط جاويد هميم کاکړ

مې 21, 2017 - 4:50 pm

Views: 57

کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٦): جهادي مشر استاد سياف او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په يوه ليدنه کې د سولې پر راوستو او يووالي ټينګار وکړ.

د حزب اسلامي او حراست شورا مطبوعاتي دفترونو له خوا د غويي په ٣١مه په يوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د حزب اسلامي مشر نن په پغمان کې د استاد عبدرب الرسول سياف له خوا په کړې مېلمستيا کې ګډون وکړ.

سرچينې زياته کړې چې په ناسته کې د ولسي جرګې پخواني رييس يونس قانوني، اوسني رييس عبدالرووف ابراهيمي، پخواني وزير اسماعيل خان، د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان، پخواني وزير عبدالهادي ارغنديوال او د دواړو سياسي ګوندونو نورو مرکزي غړو برخه اخيستې وه.

جهادي رهبر او د حراست او ثبات شورا مشر استاد سياف په دې ناست کې د ولس پر اتحاد او يووالي او په هېواد کې د سولې پر اهميت رڼا واچوله.

هغه زياته کړه چې پخوانۍ تېروتنې بايد شا ته وغورځول شي او د هېواد د ښې راتلونکې لپاره به په ګډه کار وشي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په هېواد کې د رښتينې او تلپاتې سولې د تأمين او د هېواد د وروڼو ولسونو تر منځ د يووالي په اړه خبرې وکړې.

نوموړي له خلکو څخه وغوښتل چې د سولې د تأمين لپاره سره لاسونه ورکړي.

حکمتيار زياته کړه: ((نن اصلي او بنسټيزه خبره په هېواد کې د سولې قيام دى، له دغه بدمرغه جنګ نه بايد ولس نجات ومومي او د سياسي ډلو ټپلو او ولسي مشرانو په مشوره د دغه بدمرغه جنګ د حل لارې ولټول شي .

په خبر پاڼه کې راغلي چې د دې ناستو نورو ګډونوالو هم په خپلو ويناوو کې په هېواد کې د سولې د تامين او په دې اړه د جهادي مشرانو د رول په اړه خپل اندونه څرګند کړل.